تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران برید پسې د ۱۱ امریکايي سرتېرو درملنه شوې
د امریکا پوځ وايي، عراق کې پر دوو اډو یې د ایران له برید وروسته یې د ۱۱ خدمتګارو سرتېرو مغزي درملنه کړې ده.
امریکا مخکې ویلي و چې دې برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا برید د ایران د قدس ځواکونو د غچ اخیستو لپاره وشو، چې ټیک دوه اونۍ وړاندې د بغداد هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو وواژه.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند کاپیټن بېل په بیان کې وايي: د ایران د اتم جنورۍ برید کې چې په عین الاسد وشو، هیڅوک وژل شوی نه دی، خو څو کسانو ضربه لیدلې او له امله یې مغزي درملنه شوې او د هغوی د وضعیت څارل دوام لري.
هغه زیاته کړه چې دا ټول کسان د چاودنې سره نږدې و او د دود له مخې دغسې حالت کې د ممکنه مغزي ټپ ارزونه کېږي او د اړتیا پر مهال لا سمبال مرکزونو ته لېږدول کېږي.
دوی دا هم وايي چې د ډېر احتیاط په خاطر یې ځینې دا کسان جرمني کې روغتون ته استولي دي او پاتې هم کویت کې عریفجان مرکز ته لېږل شوي دي.
هغه وویل، کله چې د دې پوځیانو مناسبه معاینه وشي، بیا به عراق ته ستانه کړل شي.
سپاه پاسدران له دې برید وروسته وویل، له ځمکې ځمکې ته لسګونه توغندي یې د جنورۍ پر اتمه د سهار لومړیو کې په عراق کې د امریکا پر دوو اډو ویشتي دي، چې د عراق لوېدیځ کې په عین الاسد کې د امریکا د قومندانۍ مرکز له منځه یوسي.
له دغه برید وروسته د امریکا ولسمشر وویل، چا ته تاوان نه دی رسېدلی او اډې هم روغې دي، یوازې برسېرنې زیانمنې شوې دي.
خو ایراني چارواکو لسګونو امریکايي پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبره کوله.