ايراني اجتجاجيان د مذهبي مشر ايت الله خامنه يي استعفا غواړي

د ویډیو تشریح، ایران کې د رژیم پرضد لاریون
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ايراني احتجاج کوونکو وروسته له هغه، چې چارواکو دا ومنله اوکراينۍ مساپر وړونکې الوتکه يې په تېروتنه ويشتې ده، د غوسې او غم څرگندولو په نښه تهران کې د قاسم سليماني انځورونه څيرې کړل.

انلاين کې پوست شويو ځينو ويډيوگانو کې خلک ښودل کېږي چې د ايران د سترمذهبي مشر ايت الله علي خامنه يې پرضد شعارونه ورکوي او د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.

د اوکرايين په نسکورې شوې الوتکه کې سپاره ټول ١٧٦ کسان ووژل شول چې اوس د هغوى لپاره د انصاف کلکې غوښتنه شوې دي

په يوه ټويټ کې چې په فارسي ليکل شوى ولسمشر ټرمپ ويلي، اداره يې د ايران له کړېدلو خلکو سره ولاړه ده او د هغوى ميړانې هڅولى دى.

په تهران کې د دوو پوهنتونو پر وړاندې سلګونو ایرانیانو خپل حکومت درواغجن باله چې اوکراینې الوتکه یې ویشتلې وه خو څو ورځې یې د رښتیا له ویلو ډډه کوله.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اعتراض کوونکو چې ډېری یې ځوانان ول، وروسته له هغه د انصاف غوښتنه کوله چې ایراني چارواکو پرون اعتراف وکړ اوکراینۍ ملکي الوتکه یې په تېروتنه ویشتلې چې ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې اعتراضونه یې الهام بخښونکي بللي د ملاتړ ټتر وهلی دی.

په قربانیانو کې د اوکراین، ایران، کاناډا، برتانیا، جرمني او افغانستان وکړي شامل دي چې د اوکراین ولسمشر او د کاناډا لومړي وزیر د ایران د دې کړنې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي پر فېسبوک خپاره کړي پیغام کې له ایرانه غوښتي چې ''مسئوول کسان باید محاکمه شي، مړي اړوند ځایونو ته ورسول شي، تاوان ورکړل شي، اوکرایني څېړونکو ته د پلټنو لپاره بشپړ لاسرسی ورکړل شي او ایران باید له دیپلوماتیکو لارو بښنه وغواړي.

An altar with photographs of the victims who were killed in a plane crash in Iran is seen as people gather around to held a vigil in their memories on January 09, 2020 in Ottawa, Canada

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کاناډا اوتاوا کې د وژل شویو کاناډایانو غمشریکۍ لپاره شمونه بل شوي

د کاناډا لومړي وزیر جستین ترودو د پېښې قربانیانو د خپل، خپلوانو لپاره د 'شفافیت او انصاف 'غوښتنه کړې:

"دا یوه ډېره جدي مسله ده. کاناډا او نړۍ لا ډېرې پوښتنې لري چې باید ځواب ورکړل شي. نن سهار مې د ایران له ولسمشر روحاني سره خبرې وکړې. ما ورته وویل، دا چې ایران منلې چې د دوی خپلو وسله والو ځواکونو سهواً ۷۵۲ الوتکه ویشتلې، د قربانیانو کورنیو د ځواب ورکولو په برخه کې مهم ګام دی. خو ډېر نور ګامونه هم باید اوچت شي. یوه بشپړه او هراړخیزه څېړنه باید ترسره شي. موږ بشپړ شفافیت غواړو چې ولې باید دا ډول زړه بوګنوونکې پېښه رامنځته شي. کورنۍ انصاف او حساب ورکونه غواړي او پر هرڅه پوهېدل یې حق کېږي."

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د ایران اعتراف 'یو مهم لومړی ګام ' بللی او د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

نوموړی وايي، اوس مهمه دا ده چې تاوتریخوالی باید کم شي او 'ټول مشران باید له دیپلوماتیکو لارو مخکې لاړ شي. '

.

د عکس سرچینه، Irna

د عکس تشریح، د شریف صنعتي پوهنتون کې د قربانیانو په یاد کې محصلینو شمې بلې کړې

د اوکراین هغه بوینګ ډوله الوتکه د چهارشنبې پر ورځ په عراق کې پر امریکايي اډو د ایران له توغندیز بریده څو ساعته وروسته پلازمېنه تهران کې وغورځېده.

ایران په بغداد کې د خپل یوه لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته هغه برید کړی و، چې په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

د اوکراین لویه څارنوالي په احتمالي توګه په لوی لاس د خلکو وژلو او الوتکې ویجاړولو له اړخه دغه موضوع څېړي.

په ایران کې اعتراضونو ایران ضدو لوېځو سیاستوالو ته ښه پلمه په لاس ورکړې چې پر خپلو پخوانیو ادعاوو ټینګار وکړي. لکه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د معترضینو ویډیو بیا ټویټ کړې، د هغوی غوښتنه یې پر ځای بللې، ملاتړ یې کړی او د ایران حکومت یې درواغجن او فاسد بللی.

د خامنه اي د لیرې کېدو غوښتنې

.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، شریف پوهنتون کې پر یوه شعار لیکل شوي، غلطي دې وکړه، تېروتنه دې وکړه

په تهران او ځینو نورو ښارونو کې لاریونیانو د الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې له غوسې ډکې مظاهرې وکړې.‌

په تهران کې سلګونه لاریونیانو ایراني چارواکي دروغجن وبلل چې ګني په پیل کې یې د الوتکې له ویشتلو انکار وکړ.

دغو لاریونیانو د ایران د ستر مذهبي مشر خامنه اي په ګډون د جګپوړو چارواکو د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران سیاسي مخالف مهدي کروبي هم د خامنه ای د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران تازه مظاهرې ستایلې دي.

ټرمپ پر ټوېټر لیکلي: "د ایران ولس له ډېر وخت راهیسې کړېږي،‌ زه مو ملا تړم او ولسمشرۍ ته له رسېدو راهیسې مې ستاسې ملاتړ کړی او دې کار ته به دوام ورکوم."

د ویډیو تشریح، په اوکراینۍ الوتکه کې د ځینې وژل شویو کیسې