د ټرمپ د جګړې واک کمولو پرېکړه لیک منظور شو

ټرمپ او پلوسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسي جرګې د ایران خلاف د جګړې لپاره د دغه هیواد د ولسمشر د واک کمولو یا محدودولو پرېکړه لیک منظور کړ.

په ولسي جرګه کې- چې د ډیموکراټانو اکثریت پکې دی-دې پرېکړه لیک ته ۲۲۴ مثبې او ۱۹۴ منفي رایې ور کړل شوې.

خو دا چې مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو یا د ولسمشر ټرمپ د ګوند اکثریت دی، دا پرېکړه لیک به له ستونزو سره مخ شي.

د دې پرېکړه لیک موخه دا ده چې د ایران سره د هر ډول کړکېچ په حالت کې باید ولسي جرګه د پوځي ځواب ور کولو منظوري وکړي.

خو تراوسه امریکا او ایران د نورو پوځي هڅو د کولو په هکله څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ بغداد هوايي ډګر کې د امریکا په ډرون برید کې د ایران جنرال قاسم سلیماني وژلو پسې ایران تېره چارشنبه عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې په توغندیو وویشتې، خو امریکا وايي، کوم سړیسر زیان نه لري.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسي جرګې په دغه پرېکړه لیک کې د امریکا ولسمشر ته ویلي، چې د ایران خلاف تر هغه پوځي عمل نشي کولی چې له کانګرېس یې اجازه اخیستې نه وي.

خو دغه پرېکړه لیک کې ولسمشر ټرمپ دا واک لري چې پر امریکا د کوم ناڅاپي برید د دفاع لپاره خپل واک وکاروي.

که د ولسي جرګې دا پرېکړه په مشرانو جرګه کې هم منظور شي، نو ټرمپ یې بیا ویټو کولی نه شی، ځکه د منظوري لپاره یې د ولسمشر ټرمپ لاسلیک ته اړتیا نشته.

سلیماني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بغداد کې د امریکا له خوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل کېدو او بیا عراق کې پر دوو اډو د امریکا برید پسې د ټرمپ د واک کمولو پرېکړه لیک منظورېږي.

دا پرېکړه لیک د ۱۹۷۳ کال د واک قانون له مخې دی چې له مخې یې کانګرېس وسلواله جګړه کې د ولسمشر واک ارزولی شي.

خو لا هم دا قانوني پوښتنې شته چې کانګرس د ولسمشر د واک محدودولو پرېکړه لیک وړاندې کولی شي که نه.

تېره اونۍ بغداد کې د قاسم سلیماني وژلو ته په اشارې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون وویل، باوري نه ده چې ولسمشر ټرمپ له دې وروسته امریکا ډېره خوندي وساتي.

خو ولسي جرګه کې د جمهوريپالو مشر کیون مک کارټي دا پرېکړه لیک ″بې مانا رایه″ بللې او بل جمهوریپال وېپ سټیو سکالیس ″یوه خبرپاڼه″ بللې ده.

ولسمشر ټرمپ هم یوه ټوېټ کې هیله ښودلې وه چې ولسي جرګه کې ټول جمهوریپال غړي د نوموړي د واک کمولو په هکله د لېونۍ نانسي پلوسي دې پرېکړه لیک خلاف رایه ور کړي.

نوموړي د هوايي برید ترشا استخباراتو له مخې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل، چې ایران غوښتل عراق کې د امریکا سفارت له منځه یوسي.