تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایۍ ماډله: له اورځپلو سره د ۱۰ ډالرو مرستې بدل کې لوڅ انځور در لېږم
یوې امریکایۍ ماډلې له خپلو مینوالو غوښتي که د دې له پيل شوي کمپاین سره ۱۰ ډالره مرسته وکړي خپل لوڅ انځور به ور ولیږي.
نوموړې دا کار د اسټرلیا د اورځپلو سره د مرستې لپاره کوي، چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستره اعلان شوې.
چارواکي وايي، تر دې دمه دې اور کې ۲۵ کسان مړه شوي او نیم میلیارد څاروي له منځه تللي دي.
۲۰ کلنې امریکایۍ ماډلې دا کمپاین ۵ ورځې مخکې په ټویټر کې پیل کړ.
کالین وارډ ویلي پیل کې یې هدف د ۱۰۰۰ ډالرو را ټولول و خو د سه شنبې ورځ (د جنورۍ په ۷ ) یې اعلان وکړ چې د دې کمپاین له لارې یې تر دې دمه یو میلیون ډالر ټول کړي.
اغلې وارډ ویلي دې پریکړې یې کورنۍ غوسه کړې او هغه څوک هم ترې خپه او غوسه دی چې ورته ګران و.
خو دا وایي: "که درک شي ارزښت یې لري چې کوالا وژغورو "
کوالا د اسټرالیا یو ځانګړی ژوی یا حیوان دی چې له سلګونه میلیونو نورو څارویو سره یو ځای د اسټرالیا په اور کې وسوځید او ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ دی.
کالین وارډ وایي، ټولنیزې رسنۍ اینسټاګرام یې پاڼه د همدې کمپاین له امله تړلې ده او یواځې په ټویټر کې کمپاین کوي.
نوموړې د امریکا بازفید خبر پاڼې ته ویلي، د راټولې شوې مرستې په شمیر او کره کولو بوخته ده .
د دغه کمپاین له مخې د یوه انځور لپاره بیه لږ تر لږه لس ډالره وه خو کالین وارډ وایي ځینو خلکو له دې ډیرې پیسې ور لیږلې دي:
"یو کس ۵۰۰۰ ډالر مرسته کړې ما هم خپل ۵۰ لوڅ انځورونه او ویډیو ګانې ور ولېږل".
د دغې امریکایۍ ماډلې بریالی کمپاین لامل شو چې څو نورې نجونې هم ورته کمپاین پیل کړي.
کالین وارډ ویلي د کمپاین یو اصلي لامل یې دا و، چې د رسنیو او نړیوالو څومره پام پاریس کې د نوتردام کلیسا اور ته و، هغومره یې د اسټرالیا اور ته نشته.
په اسټرالیا کې د اور لګیدنې ورستی حال
د اسټرالیا اور چې یوه میاشت وړاندې د دې هیواد په بیلابیلو سېمو کې لګېدلی تر دې دمه یې د ۲۵ کسانو ژوند اخیستی او لږ تر لږه ۲۰۰۰ کورنه یې ایره کړي.
دغه اور له دوه میلیون جریب ډیره ځمکه سوځولې او سلګونه میلیونه څاروي یې وژلي دي.
اوس مهال د اور لګیدنې یو انځور د اسټرالیا د سوځېدلې نخشې دی چې خواله رسنیو کې ډیر لاس په لاس کیږي.
دغه انځور چې ټوله اسټرالیا په اور کې ښکاروي په اصل کې د یوه هنرمن اثر دی چې د ناسا د تېرې میاشتې له فضایي عکسونو پکې کار اخیستل شوی او تر ډیره هغه ځایونه دي چې په تیرو دیرشو ورځو کې اور ورته رسیدلی دی.
خو په ټولنیزو رسنیو کې دا انځور د اسټرالیا اوسني وضیعت ته په کتو لاس په لاس کیږي ان ډیرو مشهورو څیرو لکه د امریکا نوموتې سندرغاړې چون ریحانا د همدې موضوع په تړاو خپور کړی.