برتانوي پوځ: له پوځه ووتم؛ دنده یې بېخونده او تنخا یې کمه ده

د عکس سرچینه، Ryan Jenkins
"نړۍ ووینه، ښه ملګري پیدا کړه او شخصیت ته وده ورکړه." دا هغه څه دي چې د برتانیا پوځ یې پخپلو اعلانونو کې وايي، خو د ټولو تجربه داسې نه ده. ریان جینګینز چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پوځ خوشی کړ، وايي "پوځ یوه زړه تنګې دنده ده ځکه موږ له چا سره په جګړه کې نه یو."
"سهار چې له خوبه راپاڅې ټوله ورځ په کمپ کې خزلي راټولوې."
د بریتانیا پوځ تشکیل کې تشه رامنځ ته شوې او اوس د کرسمس پر مهال ډولي اعلانونه خپروي چې نوي ځوانان راجذب کړي.
پوځ وايي اعلاناتو یې ښه پایله لرلې، په ۲۰۱۹ کال کې ۹۰۰۰۰ کسانو وړاندیزونه ثبت کړه.
خو له هڅو سره سره، د پوځ تشکیل ۸۰۰۰ تنه کم دی او یوازي ۱۰٪ نوي کسان له روزنو په بریالیتوب سره وځي.
د بي بي سي امنیتي خبریال جانتن بېل په اند د پوځ یوه ننګونه د نوو کسانو ساتل دي.
۲۸ کلن ریان د بي بي سي راډیويي خپرونې ته وویل "له پوځه ځکه ووتم چې تنخا ډېره بېکاره وه."

د عکس سرچینه، Karmarama
"او په وروستي کال کې مې ۱۱ میاشتي له کورنۍ لیري بهرني هېواد کي تېرې کړې چې استوګنځی مې ډېر خراب و او خواړه یې دومره بې کاره دي چې داسې بېکاره خواړه به په ژوند ونه خورې."
د هل ښار اوسېدونکي ریان په ۱۹کلنۍ کې پوځ ته داخل شو، خو ۷ کاله وروسته ترې ووت.
د بریتانیا دفاع وزارت یوې سروې ومونده چې تر نیمو کم پوځیان (۴۶٪) له خپل پوځي ژونده خوښ دي.
۲۷کلن ریچرد سمیت د هوايي ځواکونو په اړه ورته کیسه لري.

د عکس سرچینه، Richard Jones
هغه په ۲۰۱۳ کال کې داخل شو او غوښتل یې چې ۱۲ کاله تېر کړي خو له پينځو کلونو وروسته ووت.
هغه وايي: "سړی ټوله ورځ په کانتین کې ناست وي، تلوېزیوني خپروني ګوري او ۳۰ پیالې چای څښي. د سړي زړه دومره تنګ شي."
"کله چې د سړي زړه تنګ شي، سړی کښېني او پدې فکر شي چې ایا بل ځای به ژوند ښه نه وي؟"
د تېر کال فبرورۍ میاشت کې دا جوته شوه چې د برتانیا دفاع وزارت د راتلونکو لسو کلونو د پلان لپاره لږترلږه ۷ میلیارده پاونډو کمي لري تر څو د برتانیا پوځونه مسلح کړي.

د عکس سرچینه، Richard Jones
ریان وايي په امنیتي ځواکونو کې د پیسو کمی بل لامل دی و چې له پوځه د ده د تګ لامل شو:
"موږ په خپل عمومي بلاک کې کموډونه درلوده چې سوري وو، د کالیو ماشینونه چې کار یې نه کاوه."
"ته به یې شکایت وکړې او نوم دې لیست ته اچوي، خو اونۍ تېرېږي او ته به بیا هم له هماغه سوري کموډه کار اخلې."
د دفاع وزارت یوه ویاند وویل، دفاعي ځواکونه "په زړه پورې او بېلابېل مسلکونه وړاندې کوي، له بې ساري امکاناتو سره چې نوي مهارتونه ورزدکوي لکه رهبري او ګروپي کارونه."



















