فرانسه: پارک کې یوه سړي پر ځینې کسانو د چاکو ګوزارونه کړي

فرانسه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولیس وايي، د پېښې له عیني شاهدان معلومات راټولوي
د خپرېدو وخت

د فرانسې پلازمېنې پاریس ته نژدې یوه پارک کې یوه سړي پر ځینې کسانو د چاکو ګوزارونه کړي، چې له کبله یې یو کس وژل شوی او ځینې نور ټپیان شوي دي.

پېښه د جمعې پر ورځ د پاریس په اته کیلومترۍ کې د ویلیجویف ښارګوټي په یوه پارک کې شوې.

پولیس سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي، بریدګر یې له پښو غورځولی او د چارواکو په وینا تر اوسه د دغه برید انګېزه معلومه نه ده.

ویل کېږي، دغه سړي په پارک کې پر څلورو کسانو د چاکو ګوزارونه کړي، چې دوه یې سخت ټپیان شوي دي.

پېښه له ځايي وخت سره سم نژدې دوې بجې شوې او بریدګر پر هغو کسانو ګوزار کړی، چې ورسره مخامخ شوي دي.

پولیسو د خبر له ترلاسه کولو سملاسي ورسته له خلکو وغوښتل چې د هوتیز برویریز نومي پارک شاوخوا سیمې ته له تلو ډډه وکړي.

پولیسو د پېښې ځای محاصره کړی و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیسو د پېښې ځای محاصره کړی و

د فرانسوي رسنیو په رپوټونو کې د ښارګوټي ښاروال فرینک لي بهولیک له قوله ویل شوي، چې وژل شوی سړی ۵۶ کلن و، چې په پارک کې له خپلې مېرمنې سره قدم وهلو ته ورغلی و.

ښاروال په یوه ټویټر پیغام کې د وژل شوي کس له کورنۍ او خپلوانو، دوستانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

بل لور ته چارواکي وايي، د پېښې ځای کې یې پلټنه پیل کړې او هڅه کوي د بریدګر هویت معلوم کړي.

د فرانسې کورنیو چارو مرستیال وزیر لورینت نونیز چې وروسته د پېښې ځای ته ورغلی، پېښې ته د پولیسو غبرګون ستایلی او د دوی فعالیت یې 'خورا ډېر زړور عمل ' بللی دی.