تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه: له ادلب سیمې نژدې ۲۳۵ زره ملکي کسان تښتېدلي
په داسې حال کې چې د سوریې حکومتي ځواکونه د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمې ادلب نیولو لپاره د بریدونو چمتووالی کوي، د سیمې له ۲۳۵ زره ډېر اوسېدونکي تښتېدلي دي.
ملګري ملتونه وايي، د جګړې له شدت سره د دسمبر ۱۲ او ۲۵ تر منځ ورځو کې دغه ملکي خلک له خپل کور، کلي تېښتې ته اړ شوي دي.
ادلب د سوریې په شمال لوېدیځ کې وروستۍ لویه سیمه ده چې د بشار الاسد حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې پاتې ده.
د سوریې حکومت چې د روسیې ملاتړ ورسره دی، له نومبر میاشتې راهیسې پر ادلب بمبارۍ کوي. د ملګرو ملتونو بشري مرستو اداره (اوچا) وايي، د دسمبر میاشتې له نیمايي راهیسې چې په سیمه کې ځمکنیو جګړو او هوايي بمباریو زور اخیستی، ډېر ملکي خلک بې ځایه شوي دي.
لسګونه زره داسې کسان هم له دغې سیمې د شمال پر لور کډوال شوي دي، چې د سوریې اوږدې کورنۍ جګړې په بهیر کې څو ځله بې ځایه شوي دي.
اوچا مسوولین وايي، د حکومتي بریدونو له کبله د نژدې سیمې مرات النعمان ښارګوټی 'له خلکو تش' شوی دی. ډېری ځايي اوسېدونکي د ادلب په شمال کې او دغه راز په ګاونډي ایالت حلب کې د کډوالو کمپونونو یا نورو ښارګوټو ته تللي دي.
په اګست میاشت کې د روسې چې د بشارالاسد حکومت ملګرتیا یې د کورنۍ جګړې بڼه بدله کړه او دغه راز د ترکیې چې د یو شمېر اپوزیسیون وسله والو ملاتړ کوي، په منځګړیتوب کې یو اوربند شوی و، چې پر ادلب یې د حکومتي برید مخه نیولې وه. خو دې سره هم له جهادیانو او یاغیانو د ټولې سوریې کنټرول تر لاسه کولو لپاره د بشارالاسد حکومت او وسله والو تر منځ نښتې روانې وې.
په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر وویل، په شمال ختیځه سوریه کې یې له اپریل راهیسې د حکومت پلوه او مخالفو ځواکونو تر منځ د جګړو پر مهال ملکي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتو ۱۰۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
.