پر ادلب برید د سوریې شخړه کې تر ټولو بوږنوونکی دی

د خپرېدو وخت

د سوريې د ادلب ښار د نيونې لپاره د هر اړخيزې جگړې پياوړى احتمال سختې اندېښنې يې راپارولې دي.

اوس د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټیریڅ پر سوريې او روسيې غږ کړى چې په ادلب کې دې چې د شاو خوا درې نيم ميليون وگړو ښار دى له هر اړخيزو عملياتو ډډه وکړي.

د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د بشپړې جگړې پايله به يو ناورين وي.

ښاغلي ګوټیریڅ يوې خبرې ناستې ته په وينا کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ملکي وگړو ساتنه وکړي:

"ډېر څه په خطر کې دي. په قطعي ډول مهمه ده چې په ادلب کې د هر اړخيزې جگړې مخنيوى وشي. دا به داسې بشري ناخوالې رامنځته کړي چې د سوريې خونړۍ جگړه کې به يې سارى نه وي ليدل شوى."

له سوريې را سېدلي رپوټونه وايي چې وار له مخه روسۍ الوتکو د دغه ښار په ځينو سيمو بمباري پيل کړې.

ښاغلي ګوټیریڅ پر هغو هېوادونو چې په وينا يې، مخامخ يا نا مخامخ د سوريې په شخړه کې ښکېل دي غږ وکړ چې د ملکي وگړو خوندي ساتنه کې دي خپلې هڅې نه سپموي.

نوموړي په دې لړ کې د روسيې، ترکيې او ايران نومونه ياد کړل چې په وينا يې د امنو سيمو تضمينونکي دي.

ښاغلي ګوټیریڅ له دغو هېوادونو وغوښتل چې د ملکي وگړو د خونديتابه، په روغتونونو کې د لومړنيو چوپړونو د شتون او نړيوالو بشري قوانيونو ته د درناوي ساتنې لپاره دې حل لارې ومومي.