تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا نور اردن او مصر ته پلټونکي سپي نه استوي
امریکایي چارواکي وایي، له دې وروسته به اردن او مصر ته هغه پلټونکي سپي نه استوي چې د چاودېدونکو توکو په موندلو کې مهارت لري. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې دې دواړو هېوادونو کې یو شمېر دا سپي د بې غورۍ له کبله مړه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، د کار پر وخت د هر سپي مړینه خواشینوونکې پېښه ده.
په تېره سپتمبر میاشت کې په یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې هغه سل پلټونکي سپي چې امریکا مصر، اردن او اتو نورو هېوادونو ته استولي وو، په سمه توګه نه ساتل کېږي.
دا سپي د ترهګرۍ ضد د امریکا د ځانګړو پروګرامونو کې بهرنیو هېوادونو ته استول شوي وو.
اردن او مصر تر دې دمه د امریکایي حکومت دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نورو سپیو د مړینې مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. یاد وزارت وایي، هغه سپي چې وار د مخه اردن او مصر ته استول شوي، د اوس لپاره به هلته پاتې وي.
په هغه رپوټ کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څارونکې ادارې خپور کړی، ویل شوي چې یو سپی په ۲۰۱۷ کال کې په اردن کې د سختې ګرمۍ له کبله مړ شوی.
په رپوټ کې راغلي چې دوه نور سپیان په خورا بد حالت کې بېرته امریکا ته استول شوي وو. په مصر کې هم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې درې سپي د بېلابېلو لاملونو له کبله مړه شوي دي.
اردن هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امریکایي پلټونکي سپي ور استول کېږي، چې شمېر یې شاوخوا سلو ته رسېږي.