تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د البغدادي ضد عملیاتو کې ټپي شوي سپي ته مډال ورکړل شو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې هېواد د ځانګړو ځواکونو هغه سپی چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو په عملیاتو کې ټپي شوی و، په سپینه ماڼې کې په ناپلان شویو مراسمو کې لیدلی دی.
د کونان ټپونه اوس بېرته روغ شوي.
د سپینې ماڼۍ په ګلبڼ کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټرمپ د کونان په نوم سپي ته یو مډال او یو ستاینلیک هم ورکړ.
ښاغلي ټرمپ د دغه سپي وړتیا د نه باورېدو وړ وبلله او د یوه پیاوړي پوځي په توګه یې د هغه هرکلی وکړ.
دغه راز ولسمشر ټرمپ هغه پوځیان هم وستایل چې د ابوبکر البغدادي د وژلو په عملیاتو کې یې ګډون درلود.
ولسمشر ټرمپ په دغو مراسمو کې خبریالانو ته وویل: "دا سپی داسې روزل شوی، که تاسې خوله خلاصه کړئ، برید درباندې کوي. تاسې باید ډېر احتیاط وکړئ."
ابوبکر البغدادي د ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي چولي وو او له ځان سره یې خپل درې ماشومان هم ووژل.
یوه میاشت وړاندې (لړم ۲۷، ۱۳۹۸/اکټوبر ۲۷، ۲۰۱۹) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو ابوبکر البغدادي په سوریه کې وژلی دی. ولسمشر ټرمپ وویل، په دې عملیاتو کې د داعش ګڼ جنګیالي هم وژل شوي، خو ځانګړو امریکایي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.