تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ختنې له کبله د هلکانو له مړینې وروسته اړوند ادارې تړل شوې
سویلي افریقا کې چارواکو یو شمېر داسې ادارې تړلې چې زلمي هلکان پکې د بلوغت ورځې، شپې د ځانګړو مراسمو پر ځای کولو لپاره لمانځي.
دې مراسمو کې ختنه هم شامله ده او دا وروستیو کې دغسې مراسمو کې ګډون کوونکي یو شمېر هلکان وژل شوي دي.
د دغه هېواد کلتوري او مذهبي چارو کمېسیون ویلي، دغه تعلیمي ادارې به تر یوه کال پورې تړلې وي. د یادې ادارې مسوولین وايي، لږ تر لږه د ۲۰ هلکانو د مړینې په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي دي.
له هلکتوبه د سړیتوب عمر ته رسېدو دغو ځانګړو مراسمو کې په سخت موسم کې تر څو اونیو د غرنیو سیمو سفر هم شامل دی.
د دود له مخې هر کال دغه سیمه کې د بېلا بېلو قبیلو لسګونه زره هلکان چې عمر یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو تر منځ وي، ګوښي اوسي او داسې تعلیم ورکول کېږي چې څنګه باید په ټولنه کې د یوه معتبر نارینه په توګه ژوند وکړي، خو د دغه بهیر ځینې مراسم پټ ساتل کېږي.
کور ته د هلکانو له خوندي ستنېدو وروسته ځانګړې مېلمستیا کېږي او خوښۍ لمانځل کېږي.
په سویلي افریقا کې دغه مراسم د جون او دسمبر میاشتو کې معمولاً هغه مهال لمانځل کېږي چې هلکان د رخصتیو له کبله ښوونځیو ته نه ځي او ان تر یوې میاشتې پورې دغه مراسم لمانځي.
رپوټونو کې ویل شوي، له ۲۰۱۲ کال راهیسې دغه هېواد کې د ناسمې ختنې له کبله نژدې ۴۰۰ هلکان وژل شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، ډېری هلکان په کافي مقدار د اوبو نه څښلو یا د ختنې پر مهال د ټپونو جراثیمي کېدو او یا هم د غیر مسلکي ختنه کوونکو د بې پروایۍ له کبله وژل شوي دي.
ویل کېږي ډېری هغه هلکان داسې کلیوالي جراحانو ختنه کړي وو، چې له چارواکو سره ثبت نه دي. د حکومت له لوري هم یو شمېر روغتیايي ادارې اوس دغه دود پالي او ختنه کوي، خو دود پالي یې د دوی پر کلتور د لوېدیځوالو حمله بولي.
په دودیز ډول ختنه په دغه سیمه کې یوه شخصي دودیزه چاره بلل کېږي چې د هلک پلار یا د کورنۍ کوم بل مشر نارینه یې انتظام سبمالوي.
د کورنۍ مشر نارینه په کلي کې د یوه تجربه لرونکي یو جراح موندلو هڅه کوي، ځکه داسې باور نه کېږي چې د حکومت ډېره ښکېلتیا به ګټوره ثابته شي.
خو په سویلي افریقا کې دودیزه ختنه په هغو ټولنو کې هم ناندریزه موضوع ده چې دغه چاره پکې دود ده.