پروېز مشرف ولې په لوی خیانت تورن شوی؟

مشرف د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ له پېښو وروسته د بوش له خوا د "ترهګرۍ ضد جګړې" پیلولو هرکلی وکړ.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مشرف د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ له پېښو وروسته د بوش له خوا د "ترهګرۍ ضد جګړې" پیلولو هرکلی وکړ.
د خپرېدو وخت

په تېرو دوو لسیزو کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف په ژوند کې ډېرې لوړې او ژورې وې، کله چې نوموړی د ۱۹۹۹ کال کودتا کې واک ته ورسېد د هغه وخت لومړی وزیر نواز شریف له واکه لیرې شو، پروېز مشرف د واک په لومړیو اوو کلونو کې د "القاعده" ډلې له درېیو بریدونو ژوندی ووت.

نوموړی واک ته له رسېدا وروسته د سخت دریځو اسلامپالو او د لوېدیځوالو د غوښتنو ترمنځ پاتې شو.

په ۲۰۰۸ کال، نوموړی استعفا ته اړ شو، خو پر هغه تور و چې پر اساسي قانون عمل یې ځنډولی او په ناقانونه توګه یې بېړنی حالت اعلان کړ.

واک ته د مشرف له رسېدا ۲۰ کاله وروسته، اوس نوموړی د اعدام له حکم سره مخامخ او په لوی خیانت تورن شوی دی.

پروېز مشرف څوک دی؟

پروېز مشرف د ۱۹۴۳ کال د اګسټ پر ۱۱مه د هند ډیلي کې زیږېدلی، مور او پلار یې اردوژبي وو، چې په ۱۹۴۷ کال د هند نیمه وچې له وېش وروسته پاکستان ته کډوال شول.

په پوځ کې له اوږدې مخینې وروسته، مشرف په ۱۹۹۸ کال د پوځ لوی درستیز وټاکل شو.

د نواز شریف له خوا د پوځ د لوی درستیز په توګه د مشرف ټاکل کېدو ته د جواري په سترګه کتل کېږي، چې نوموړی په کې تر نورو پوځي مشرانو غوره ګڼل شوی و.

هغه وخت د نواز شریف محبوبیت په کمېدو و؛ ځکه اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ روان و او له هند سره د کشمیر د کنټرول پرسر لانجه ډېرېدونکې وه.

کله چې نواز شریف د پوځ له مشرۍ د مشرف د لیرې کولو په هڅه کې و، مشرف د حکومت د مشر نواز شریف لیرې کېدو هڅې پیل کړې.

خو په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته، د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له خوا د "ترهګرۍ پرضد جګړه" د مشرف له خوا وستایل شوه او ملا یې وتړله.

ددې معنا دا وه چې مشرف له هغو پوځي مشرانو سره په ټکر کې و، چې له القاعده شبکې او طالبانو سره یې خواخوږي لرله.

وړاندې هم د پاکستان پر پوځ له دغو ډلو سره د اړیکو لرلو شکونه او تورونه وو.

دا چې مشرف له یوې خوا پاکستان کې د سخت دریځۍ ځپلو کې د امریکا د فشار تاب نه درلود بل خوا یې په هېواد کې د امریکا ضد پدیدې غوښتنې هم بابیزه نه شوی ګڼلی، نوموړي احساسوله چې پښه یې په اغزو لګېږي.

بل خوا، ناټو او افغان حکومت پر مشرف تور لګولی و چې د پاکستان قبایلي سیمو کې د القاعده شبکې او طالب اورپکو د فعالیتونو مخه نه نیسي او له دې سیمې دا وسلوال افغانستان ته اوړي.

په ۲۰۱۱ کال یوځل بیا د مشرف په اړه پوښتنې راپورته شوې، په تېره کله چې د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن څو کاله پاکستان کې تېر کړل او بالاخره ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.

له واکه لیرې کېدل

د مشرف د واکمنۍ پرمهال له قضايي چارواکو سره د نوموړي ډېر ټکر راغلی، په ځانګړې توګه کله چې مشرف غوښتل له قانوني لارو ځان د پوځ مشر او ولسمشر کړي.

د ۲۰۰۷ کال لومړیو کې مشرف لوی قاضي افتخار محمد چودري له واکه لیرې کړ، چې په هېواد کې پراخ لاریونونه او ګډوډي رامنځ ته شوه.

.

د عکس سرچینه، Daniel Berehulak

د عکس تشریح، مشرف له هغه وخت په لندن او دبۍ کې اوسېږي او اټکل دی چې نوموړي د نړۍ لروبر کې د ویناوو له برکته سلګونه زره ډالر ګټلي، خو خپل هېواد ته یې د ستنېدو لار تړل شوې ده.

څو میاشتې وروسته، مشرف اسلام اباد کې د سور جومات او هلته د یوې مدرسې د کلابندولو امر وکړ.

ددغې مدرسې پر طالبانو او د جومات پر امام تور و چې ګني اسلام اباد کې سخت دریځې ویناوې او تبلیغات کوي، همدا وو چې هلته له مخکې پیل شوي او بیا تاوتریخوالي کې لږترلږه ۱۰۰ کسان ووژل شول.

پر جومات د مشرف برید د عامو خلکو غوسه وپاروله او د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه ډېر شول، دغې ډلې خپل بریدونه ډېر کړل چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

جنرال مشرف په دې هڅه کې و چې په هېواد کې د بېړني حالت په اعلانولو خپل واک وغځوي، خو د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ میاشتې پارلماني ټاکنو کې یې ګوند لویه ماتې وخوړه.

همدا وو چې نوموړی ۶ میاشتې وروسته استعفا ته اړ شو.

مشرف له هغه وخت په لندن او دبۍ کې اوسېږي او اټکل دی چې نوموړي د نړۍ لروبر کې د ویناوو له برکته سلګونه زره ډالر ګټلي، خو خپل هېواد ته یې د ستنېدو لار تړل شوې ده.

پروېز مشرف په ۲۰۱۳ په ټاکنو کې د برخې اخیستو په نیت پاکستان ته ستون شو، خو مخه یې ونیول شوه او له پاکستانه د وتلو بندیز پرې ولګول شو

د عکس سرچینه، Spencer Platt

د عکس تشریح، پروېز مشرف په ۲۰۱۳ په ټاکنو کې د برخې اخیستو په نیت پاکستان ته ستون شو، خو مخه یې ونیول شوه او له پاکستانه د وتلو بندیز پرې ولګول شو

مشرف په ۲۰۱۳ کال پاکستان ته ستون شو، چې ټاکنو کې ځان نوماند کړي، خو مخه یې ونیول شوه او له پاکستانه د وتلو بندیز پرې ولګول شو، وروسته یې پرضد قانوني قضیې او د خلاف ورزۍ دوسیې راپورته شوې.

پر مشرف ګڼ تورونه دي: د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو د ساتنې لپاره یې لازم ګامونه نه وو اخیستي، چې بالاخره په ۲۰۰۷ کال د طالبانو له خوا ووژل شوه.

همدارنګه، په ۲۰۱۰ کال د اغلې بوټو د وژل کېدو دوسیه کې د ملګرو ملتونو څېړنې پړ وباله.

په همدې کال، مشرف په ۲۰۰۷ کال د اساسي قانون د ځنډولو د فرمان له کبله په "لوی خیانت" تورن شو.

د پاکستان په څېر په داسې هېواد کې چې پوځي مشران یې قضايي مصونیت لري، دا ډول تورونه څېړل او د قاضیانو له خوا د پرېکړې اعلانول اسانه کار نه و، همدا وو چې د نوموړي د محاکمې لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه.

د مشرف محاکمې کابو پنځه کاله وخت ونیو، چې بالاخره په وروستي حکم کې په "لوی خیانت" تورن او په اعدام محکوم شو.

ددغه حکم د عملي کولو او د مشرف د استنیاف په اړه به وکتل شي چې راتلونکې کې څه کېږي؛ ځکه چې نوموړی دا مهال په دبۍ کې اوسېږي.