تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستانی پوځ د مشرف د اعدام پر حکم "سخت غوسه شوی"
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په یوه اعلامیه کې ویلي، د پوځ د پخواني مشر او پخواني ولسمشر د اعدام حکم پاکستانی پوځ سخت په غوسه کړی دی. په اعلامیه کې راغلي، ښاغلي مشرف ۴۰ کاله د پاکستان دفاع لپاره جنګونه کړي، او داسې کس غدار نشي کېدلی.
اعلامیه زیاتوي، د ښاغلي مشرف په محاکمه کې محکمې بیړه کړې ده او قانوني لارې چارې یې په سمه توګه نه دي تعقیب کړې، ځانګړې محکمه ورته نه ده جوړه شوې او له ځانه د دفاع حق نه دی ورکړی شوی.
د اعلامیې په پای کې راغلي، د پاکستان وسله والو ځواکونه تمه لري چې په دې قضیه کې به د پاکستان له اساسي قانون سره سم عدالی پلی کېږي.
د پاکستاني پوځ دا توند غبرګون وروسته له هغه راځي چې د سه شنبې پر ورځ د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف ته د اساسي قانون ماتونې او خیانت په تور ځانګړې محکمې د مرګ سزا واوروله.
دا د پاکستان په تاریخ کې لومړنی پوځي واکمن دی چې د اساسي قانون ماتونې په جرم درنه سزا ورکول کېږي. نوموړي ته دا فیصله د سه شنبې پر ورځ واورول شوه.
د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۹مه، پروېز مشرف د پرله پسې ناسوبتیا له کبله د نوموړي د خیانت اړوند جرم په تړاو پرېکړه وځنډول شوه او پرېکړه وشوه چې د نومبر پر ۲۸مه به دا فیصله وشي.
د نومبر پر ۲۷مه اسلام اباد کې سترې محکمې د شفافې محاکمې پخاطر د پرېکړې ځنډولو غوښتنه کړې وه.
د اسلام اباد سترې محکمې له حکم وروسته په دې ځانګړې محکمه کې د سې شنبې په ورځ د مشرف پر خلاف دا پرېکړه اعلان شوه.
له پروېز مشرف سره ددې پرېکړې خلاف سترې محکمې ته د مراجعې ۳۰ ورځې وخت شته، خو ددې کار لپاره باید مشرف پاکستان راستون شي او محکمې ته حاضر شي.
نوموړی دا وخت د دوبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د مشرف د خیانت قضیې شالید
د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې د ملسم لیګ نواز ګوند تر بریا وروسته له قانون د سرغړونې په تور د مشرف پر ضد محکمه کې دوسیه ثبت شوې وه.
ددغې قضیې د څېړلو له پیله د ځانګړې محکمې څلور قاضیان بدل شوي، خو دا دوسیه پای ته ونه رسېده.
په دې موده کې مشرف یوازې یوځل دې ځانګړې محکمې ته حاضر شوی.
د پاکستان پخوانی ولسمشر د ۲۰۱۶ مارچ میاشت کې د درملنې لپاره له هېواده بهر ته ولاړ.
اسلام اباد کې ځانګړې محکمې د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۳۱مه، پخوانی پوځي ولسمشر د خیانت په دوسیه کې مجرم پېژندلی و.
پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې نواز شریف له دندې ګوښه کړ او د هېواد مشري یې په لاس کې نېولې وه. پروېز مشرف د کودتا د توجیه په اړه ويلي و"معلومات یې ترلاسه کړي و چې نوموړي غوښتل دی ووژني".
پرو يز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې ولسمشر شو او په ۲۰۰۸ کال کې یې استعفا ورکړه.