د بښنې نړیواله اداره: د ایران مظاهرو کې ۳۰۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیواله اداره په تازه رپوټ کې وايي، د ایران اوسنیو مظاهرو کې د ۳۰۴ کسانو وژل تاییدوي او د ډېرو خلکو په نیولو اندېښنه ښيي.
د دې رپوټ له مخې، ایراني چارواکي د خبریالانو، انساني حقونو مدافعانو او زدکوونکو په ګډون د زرګونو کسانو نیولو سره د اعتراضیانو بې رحمانه ځپلو سره غواړي، چې له بد حالت د تنګو شویو خلکو غږ چوپ کړي.
دا اداره و ايي، ایران کې له لسګونو کسانو سره خبرې ښيي چې ایراني چارواکي نیول شوي کسان څنګه ګوښه ساتي، شکنجه کوي یې او نور بد چلن ور سره کوي.
د نومبر له ۱۵ تر ۱۸ د امنیتي ځواکونو په لاس نږدې ۳۰۴ کسان وژل شوي او زرګونه ټپي شوي.
نږدې دوه اونۍ وړاندې دې ادارې ویلي و چې ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.
ایراني چارواکو تراوسه د وژل شویو د شمېر په هکله څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، EPA
د افریقا د شمال او د منځني ختیځ لپاره د بښنې نړیوالې ادارې مشر فلیپ لوتر وايي:
"د شاهدانو بوږنوونکی شهادت ښيي چې ایراني چارواکو د مظاهرو پیلېدو سره له ځنډ پرته د سلګونو اعتراضیانو وژل پیل کړل او وروسته یې د هغه څه د مخنیوي او وېرولو لپاره چې د غږ پورته کول بلل کېږي پراخ عملیات پیل کړل".
د هغو ویډیوګانو له مخې چې د بښنې نړیواله اداره یې تایدووي او عیني شاهدان یې هم سم بولي، امنیتي ځواکونو پر داسې بې وسلې لاریونوالو ډزې کړې چې بل چا ته یې خطر نه پېښاوه.
د بښنې نړیوالې ادارې د داسې قربانیانو مرګ ثبت کړی چې په مرمیو سر، زړه، مرۍ یا د بدن نورو مهمو غړو ته ویشتل شوي وو:
"په دې مانا ده چې امنیتي ځواکونو قصدا دوی د وژلو لپاره ویشتل".
فلېپ لوتر وايي، ایراني چارواکي د اعتراضیانو د ځپلو په ځای سملاسي او بې شرطه باید دوی خوشي کړي.
نوموی دې برخه کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د شورا له لارې د نړیوالې ټولنې د سملاسي ګام غوښتنه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د بښنې نړیواله اداره وايي د مظاهرو په دریمه ورځ د ایران حکومتي رسنیو له زرو د ډېرو کسانو د نیولو خبره وکړه، خو له هغه ۹ ورځې وروسته د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او ملي امنیت کمېسون ویاند حسین نقوي وویل، چې ۷ زره کسان نیول شوي دي.
دې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې ۱۵ کلن ځلموټي هم د تهران په فشافویه بند کې لیدل شوي چې د شکنجې او نور ناوړه چلن له امله بدنام زندان دی.
ایران کې د تېلو بیې د چټک پورته کېدو لامله دا مظاهرې پیل شوې خو ایراني چارواکي لاریونوال اشرار او بلواګر او له بهرنیو قدرتونو سره تړلي بولي.
حکومتي رسنۍ د مظاهرو د مشرانو لپاره د اعدام جزا غواړي.


















