ایران کې لاریونونه؛ ۹ افغانان وژل شوي ۱۲۱ نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه خبره سرچینه وايي، ایران کې د وروستیو لاریونونو له امله ۹ افغان وګړي هم وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایران امنیتي ځواکونو نیولي دي.
دا سرچینه وايي، د یوه ۱۸ کلن وژل شوي خپلوانو ورته وویل، د کرج اوسېدونکی دا هلک د سودا اخیستو لپاره له کور وتلی او په نښه شوی دی.
د دوی په خبره، سر ته ویشتل شوی و.
دا سرچینه زیاتوي، نه پوهېږي چې افغانان ولې وژل شوي، ځکه افغانان هیڅکله هم د ایران مظاهرو کې ګډون نه کوي.
تراوسه د ایران حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان بهرنیو چارو وزارت رسمي نظر څرګند کړی.
د ایران ځینې ولایتونو کې اوسنۍ مظاهرې نږدې دوه اونۍ وړاندې په دغه هېواد کې د تیلو بیې په زیاتېدو پسې پیل شوې.
د بښنې نړیوالې ادارې، امریکا او نورو هېوادونو ایران د لاریونوالو په ځپلو تورن کړی دی.

د عکس سرچینه، FARS
وروستي رپوټونه وايي، ډېر مظاهره چیان نیول شوي او ایران هم پر بهرنیو حکومتونو تور لګولی چې دې مظاهرو کې لاس لري.
د بښنې نړیواله اداره وايي، دې مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۶۱ کسان وژل شوي دي.
خو د کلیمه وېبپاڼې په ګډون ځینې سرچینو د مړو شمېر ډېر او تر ۳۶۶ پورې بللی دی.


















