استانبول کې د "تور صندوق" د څښتن مرموزه وژنه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ترکي پولیسو منلې چې څو ورځې مخکې د استانبول "شیشلي" کلي کې ایرانی مخالف خبریال مسعود مولوي په ۱۱ ډزو وژل شوی دی.

۳۲ کلن مولوي پر خواله رسنیو خپلو مینه والو ته ځان یو "عالم او مخترع" معرفي کړی و. نوموړي په امریکا کې تر دوکتورا زدکړې کړې دي.

نوموړي وړاندې ویلي وو، له ترکي چارواکو سره د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په جوړولو کې همکاري کوي.

مولوي چا وژلی؟

د ایران حکومت په هېواد کې د هغو لاریونونو په لړ کې انټرنېټ پرې کړ چې لسګونه کسان پکې ووژل شول. رپوټونه خپاره شوي چې ښاغلي مولوي د انټرنېټ د قطع کېدو په صورت کې پر خواله رسنیو د خبرونو ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

مولوي له څو کلونو راهیسې ترکیه کې مېشت و او هلته یې د ترکیې سیمه ییزو رسنیو په وینا یو تخنیکي شرکت جوړ کړی و.

د مولوي له وژل کېدو سره هم مهاله، په ترکي رسنیو کې یوه وېډیو خپره شوه چې د ایران سیاسي مخالفانو او فعالانو په وینا، استانبول کې د ایراني استخباراتو له خوا د هغه د وژلو عملیات پکې ثبت شوي.

د پېښې په ځای کې د مرمیو تولۍ موندل شوې، خو ترکي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي چې د پېښې تر شا د چا لاسونه وو، خو یوازې دا یې ویلي چې د مولوي په قتل کې "بهرني اړخونه" ښکېل دي.

د ترکیې IHS خبري اژانس د څار کامرو یوه ثبت کړې وېډیو خپره کړې، چې وژونکي په کې تور وربوزونه لري، مخونه یې پټ دي او ډزې کوي.

"تور صندوق"

مولوي پر ټیلیګرام د "تور صندوق" په نامه د یوه ګروپ سمبالګر و، چې ځوانانو په کې د ایراني ولسمشر په ګډون ددغه هېواد د جګپوړو چارواکو په اړه معلومات خپرول.

د نومبر پر ۱۴مه له دغې وژنې وروسته، "تور صندوق" ګروپ خبرونه نه دي خپاره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي، د مولوي د وژنې په تړاو د ترکي امنیتي چارواکو رپوټ ته په تمه دي، خو په دې حساس وخت کې د هغه پر وژنې د غبرګون لپاره څه نه لري.

د "نیوزبانډ" په نامه خپلواکې وېبپاڼې ویلي: "امکان شته چې مولوي دوه ګونی جاسوس وي چې د ایران او امریکا د ګټو لپاره یې کار کاوه او ښايي د ترکیې ګټو ته یې هم فعالیت کاوه."

په لوړه کچه اړیکې

د مولوي وېبپاڼه کې لیکل شوي، نوموړي د ایران دفاع وزارت کې څو کاله کار کړی او د ایران د پخوانيو ولسمشرانو اکبر هاشمي رفسنجاني، محمد خاتمي او محمود احمدي نژاد په ګډون له پخوانیو جګپوړو چارواکو سره اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي.

یو کال مخکې د ایران "مهر" خبري اژانس له نوموړي سره مرکه کړې، چې په اړه یې وايي "د اختراع میډالونه یې ترلاسه کړي" او ویل کېږي داسې یو کاغذي ګروپ یې جوړ کړی چې ډېره کمه برېښنا مصرفوي.

په یوه مرکه کې مولوي د ایران د اوسني ولسمشر حسن روحاني کړنې "په ایران کې د نخبه علمي څېرو پر بدن مرمۍ" بللې دي.

ایراني سیاسي فعالان او مخالفان وايي، مولوي د "تور صندوق" وېبپاڼې اصلي څښتن و، چې د "ایراني مشرتابه اړوند پټ رازونه" یې افشا کړي او څو ځله د ایران د قضایه قوې او امنیتي ځواکونو له خوا په "فساد او جرم" تورن شوی.

ځینو خواله رسنیو کاروونکو هغه ته د "دویم خاشقجي علي مسعود مولوي" نوم ورکړی او په استانبول کې یې د دواړو وژل کېدل سره پرتله کړي دي.

ګڼ کسان په استانبول کې دوه کاله مخکې په ورته ډول د GEM تلوېزیوني د مشر او ایراني مخالف فعال سعید کریمیان تر وژل کېدو وروسته د مولوي د وژلو د تور ګوتې د ایران استخباراتي سازمان ته نیسي.