قریشي: پاکستان د سي پېک په هکله د امریکا دریځ ردوي

شاہ محمود قریشی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاه محمود قریشي وايي، د سي پېک پورژه روانه ده او د پراختیايي پلان له مخې به یې دویم پړاو پیل شي.
د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دغه هېواد او چین د اقتصادي پروژې سي پېک په هکله د امریکا دریځ ردوي او وايي، پر دې پروژو به کوم اغېز ونه کړي.

ملتان کې رسنیو ته خبرو کې هغه دا هم وویل: "دا خبره ټیک نه ده، چې له سي پېک سره به زمو پور نور هم زیات شي."

د چین-پاکستان اقتصادي کورېډور(دهلېز) یا سي پېک کې د بېجینګ او اسلام اباد ترمنځ د ۶۰ میلیارد ډالر پانګونې پلان دی چې څو پروژې پکې دي.

د ښاغلي قریشي په خبره، پاکستان باندې د ۷۴ میلیارد ډالرو پور بوج دی، خو سي پېک کې د مرسته شویو پورونو مالیه یوازې څلور میلیارد او ۹۰ کروړه یا ۹۰۰ میلیون ډالره ده.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سوېلي اسیا د چارو مرستیالې ایلیس وېلز واشنګټن ډي سي کې غونډې ته وویل، چې پاکستانیانو ته پکار دي د سي پېک د روڼتیا په هکله پوښتنې وکړي.

خو شاه محمود قریشي وايي، د سي پېک پورژه روانه ده او د پراختیايي پلان له مخې به یې دویم پړاو پیل شي.

هغه دا هم وویل، چې سي پېک د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري دی: "دا لوبه بدلوونکی دی او زموږ د پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لوبوي. موږ دا هم غواړو چې د خصوصي پانګونې برخه کې د امریکا په ګډون نور هېوادونه هم پانګونه وکړي."

د مېرمن وېلز خبرې

گوادر

د عکس سرچینه، AFP

د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې یوه اندیځ یا فکري مرکز کې د وینا پرمهال ایلس وېلز وویل، چین دا مهال نړۍ کې د پور ور کولو تر ټولو ستر هېواد دی، خو د پور شرایط نه ډاګیزوي چې له امله یې پاکستانیان په سي پېک کې د چین د پانګونې په هکله پوښتنې راپورته کول پکار دي.

د هغې په خبره، د سي پېک له وجهې به د پاکستان اقتصاد هغه مهال زیانمن شي چې له څلورو تر شپږو کلونو وروسته دغه هېواد ته د پور پرې کول پکار وي. که دا پور ځنډېږي هم هغومره به د پاکستان پر اقتصاد بوج کېږي.

خپله وینا کې ایلس وېلز دا هم ویلي چې دې خبره کې شک نشته چې پاکستان بېخ بنسټې برخه کې پانګونې ته سخته اړتیا لري، خو له سي پېک سره به د پاکستان اقتصاد ته اوږدمهالی تاوان ورسېږي.

نوموړې سي پېک کې څو داسې مثالونه هم وړاندې کړل چې په خبره یې د پاکستان ګټو ته پکې لومړیتوب نه دی ور کړل شوی:

"د سي پېک تر ټولو لویه پروژه له کراچۍ تر پېښور د پټلۍ خدمتونو لا ښه کولو پروژې بیه اول کې ۸،۲ میلیارد ډالره وه، وروسته د پاکستان د پټلۍ وزیر وویل، چې ۶،۲ میلیارد ډالر پکار دي، خو رسنیو کې دا ۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي."

د چین ځواب

گوسدر

د عکس سرچینه، Getty Images

د مېرمن وېلز له خبرو وروسته د چین سفیر وویل، چین له سیاسي موخو یا ځانګړو حکومتونو ته له پام پرته تل له پاکستان سره مرسته کړې او په بد وخت کې به له پاکستان د دې پور غوښتنه ونه کړي.

د هغه په خبره، دا ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق دی چې د پور پرې کولو سخت شرایط لري.

هغه دا پوښتنه هم وکړه چې پر ۲۰۱۳ کال پاکستان د انرژۍ له سخت کړکېچ سره مخ و او چین ورته لمري برېښنا جوړوله، نو هغه وخت امریکا چېرته وه، امریکايي کمپنیو هغه وخت ولې دا برېښنا جوړه نه کړه.

د هغه په خبره، امریکا له پاکستان سره خپله مرسته ولې د سیاسي غوښتنو له مخې وځنډوله خو پر امریکا سربېره هند هم پر دې پلان نیوکې لري.