د امریکا یوه قاضي د اعدام حکمونه وځنډول

فعالان مبارزه با حکم اعدام از ماه ژوییه به تصمیم دادستان کل آمریکا اعتراض می‌کنند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اعدام ضد فعالان د دې حکم پر بیا اجرايي کېدو نیوکې ک،ي.
د خپرېدو وخت

د امریکا یوه قاضي د اعدامولو پر ډول اندېښنه ښودلې او له دې امله یې د اعدام حکومونه د اوس لپاره ځنډولي دي.

دا په داسې مهال ده چې د ا مریکا لوی څارنوال تېر جولای د یوه قانوني محدودیت لرې کولو سره د اعدام حکمونو اجرا کولو ته لار برابره کړه.

د لوی څارنوال له خوا د فدرالي قانوني محدودیتونو له لرې کولو وروسته یوازې انډیانا ایالت کې پنځه بندیان په ډیسمبر( له یوې میاشتې لږ وخت وروسته) کې خپل اعدام ته منتظر و.

خو د چارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۰) قاضي تانیا اېس چوتکان حکم وکړ چې له دې محکومو د څلورو کسانو اعدام اوس ځنډېږي، ځکه د ځان لپاره یې د اعدامولو پر ډول نیوکه کړې او باید دا اعتراض محکمه کې وارزول شي.

تېره میاشت پنځم کس هم په محکمه کې بریالی شو چې د لنډ وخت لپاره د خپل اعدام حکم وځنډوي.

قاضي چوتکان په خپل حکم کې ویلي، دا څلور محکوم که خپل اعتراض ته د رسیدګي چانس ونه لري او اعدام شي "نه جبرانېدونکی زیان" به ورته ورسېږي.

د محکمې حکم پر هغو بحثونو څرخي چې وژونکو درملو سره د اعدام د قانونیتوب او انسانیتوب په هکله دي.

ویلیام بار در ماه ژوییه حکم غیررسمی تعلیق اعدام‌ها از طریق تزریق داروهای کشنده را لغو کرده بود

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ویلیام بار تېر جولای د اعدام ځنډولو حکم ختم کړ.

د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار تېر جولای ایالتونو کې د اعدام حکم لنډمهالي بندیز ختمولو سره د هغو ایالتونو مرسته وکړه چې لا هم دا حکم پکې شته او اجرا کولو کې یې قانوني خنډ سره مخ و.

دا حکم پر ۲۰۰۳ کال له هغو اعتراضونو وروسته وضع شو چې له دریو وژونکو درملو جوړې پیچکارۍ سره د ایالتي اعدامونو پرضد مظاهرې وشوې.

خو تېر جولای ښاغلي بار عدلیې ته امر وکړ چې د دې درملو په ځای یو بې هوشوونکي ځواکمن درمل وکاروي، خو دا درمل هم سخت بلل کېږي او نیوکې پر کېږي.