مهرباني څه ته وايي او څه ګټه لري؟

An illustration of hands holding hearts

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مهرباني مو ژوند اوږدولای شي.
    • Author, لارېن ټورنر
    • دنده, بي بي سي نیوز، واشنګټن
  • د خپرېدو وخت

تاسو ته به د مهربانۍ ګټه څه وي. سړی په خپل زړه کې تودوالی احساسوي او یا ښه احساس کوي؟ دا به رښتیا وي، خو اوس ساینسپوهان او اکاډمیک کسان په نویو موندنو کي مومي چې مهرباني تر دې ډېر څه کولای شي - مهرباي مو ژوند اوږدولای شي.

مخکې تر دې چې دا اونۍ (د نومبر ۱۳مه) د مهربانۍ نړیواله ورځ ونمانځو، راځئ وګور مهرباني په څه معنا ده او ولې مهمه ده؟

کارپوهان غواړي همدا خبره و ارزوي.

د کلیفورنیا پوهنتون "بیداري د مهربانۍ انستیتوت" مشر ښاغلی فیسلر دې څېړنه کې دې ته کتلي چې څنګه کولای شو خلک مهربانۍ ته وهڅوو - او د مهرباني په تجربه کولو سره خلک پخپله هم مهرباني وکړي - او غواړي پوه شي د مهربانۍ ګټه چا ته رسېږي.

دی وايي "فکر کوم دا به بې انصافي نه وي چې ووایم موږ په یوه بې مهره زمانه کې اوسېږو. موږ هم په امریکا او هم نړۍ کې د خلکو ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي شاهدان یو چې مختلف/متضاد سیاسي او مذهبي نظریات لري".

د ده په اند، "مهرباني هغه "فکر، احساس یا باور دی چې نورو ته له ګټه رسونې سره تړاو لري، چې مطلب یوازې د ګټې رسونې وي او بس."

Barack Obama at Elijah Cummings' funeral

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بارک اوباما د ایلیجاه کومېنګ جنازه کې

او مهرباني نه کول بیا "بې زغمه اعمال، د نورو د هوساینې په اړه بې حسي" ده.

د شل میلیونه ډالرو د دغې څېړنې موخه دا ده چې له عامو وګړو سره مرسته وکړي او مشران/مخکښان تشویق کړي.

ډارمېنل هانټ (کیڼ) او ډانیل فیسلر

د عکس سرچینه، UCLA

د عکس تشریح، ډارمېنل هانټ (کیڼ) او ډانیل فیسلر

د څېړنډلې بل غړی ښاغلی هاریس وايي څېړني ته اړتیا وه "چې پوه شو ولې په عصري نړۍ کې مهرباني دومره نایابه ده" او بل دا چې "د ساینس او روحانیت ترمنځ پول رامنځ ته کړو."

ښاغلی فیسلر وايي ناوړه فشار - لکه یو ننګونکی وضعیت چې څوک یې په اړه څه نشي کولای - روغتیا ته ضرر لري.

دی وايي، "له داسې خلکو سره ژوند چې یا ستاسو په اړه بې توپيره وي او یا په ډاګه دښمني در سره کوي تاسو ته ډېر زیان لري. دا مو عمر لنډوي."

"خو برعکس بیا، له نورو د مهربانۍ لیدل او له نورو سره مهرباني کول دواړه د فشار د زهرجن وضعیت رفع کوونکي دي. ډېره ګټه درته لري."

ډاکټر هارډینګ وايي، دا اسانه ده چې د ځان پرتله نورو ته مهربان اوسئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټر هارډینګ وايي، دا اسانه ده چې د ځان پرتله نورو ته مهربان اوسئ

ان ظاهراً عادي کړنې لا د خلکو له روغتیا سره مرسته کولای شي، لکه دوکاندار چې درته وخاندي او وپوښتي چې ورځ دې څنګه ده.

دی وايي "مهربانه کړنې او د ښو کارونو په اړه فکر کول د وینې فشار ښکته کوي. روغتیايي ګټې لري. د ژور خپګان او اضطراب درملنه کې مرسته کولای شي."

'عاجل پيغام'

د کولمبیا پوهنتون ډاکټره کیلي هارډینګ د ۱۹۷۰مو کلونو د یوې څېړنې کیسه کوي چې پر موږکانو شوې وه. د دې په یاد ده چې د هغو موږکانو روغتیايي حالت تر نورو ښه و چې څېړونکی یې مهربان و.

Presentational grey line

د مهربانه ژوند لارې چارې

(د مهربانۍ د متخصص ګابریلا وان ریج له ژبې)

۱ - د زړه له اخلاصه نورو ته غوږ ونیسئ (د دې پرځای چې له مخکې مو په زړه کې ځواب ورته جوړ کړی وي)

۲ - د بې ادبه خبرې ځواب په مهربانۍ سره ور کړئ (که یو څوک ناحقه غوسه درته وکړي، په یوه دوستانه لهجه ترې وپوښتئ، "نن دې ورځ ښه نه وه؟" په همدومره سره به تاسو تریخ وضعیت شنډ کړی وي.)

۳ - که په مېلمستیا یا واده کې یو څوک له مجلسه ګوښه و، در ګډ یې کړئ. په دې سره تاسو هغوی ته ارزښت ورکوئ. داسې ژوند چې سړی پکې ځان هېر شوی او بې قدره پکې احساسوي له سړي انسانیت اخلي.

۴ - عمل او عکس العمل. کله چې نامهربانه عمل وینئ باید پوه شئ چې تاسو ته راجع نه دی. که هدف تاسو یاست، بیا نو یوه ژوره سا واخلئ او یو ګام پر شا شئ.

د کلیفورنیا پوهنتون د ټولنپوهنې څانګي بل مشر ډارنیټ هنټ وايي "موږ په یوه داسې زمان کې اوسېږو چې اړتیا ده سر خپل ګرېوان ته ټیټ کړو او هغه څه ولټوو چې موږ یې له امله انسانان بلل کېږو او دا چې موږ کولای شو مهربانه ټولنې رامنځ ته کړو. موږ د سیاسي واټنونو په یوه شېبه کې ژوند کوو، په امریکا او نوره نړۍ کې چې د ښاري ژوند پراختیا له امله د انسانانو ترمنځ نژدې اړیکې ورځ تر بلې پر کمېدو دي."

Presentational grey line

ډاکټر هارډینګ وايي، "د یوې داکټرې په توګه زه هکه پکه پاتې شوم او دا احساس مې وکړ چې په دغو پایلو کې یو عاجل پيغام نغښتی."

هغه زیاتوي، په ځان او په نورو کې د مهربانۍ حس راژوندي کولو لپاره ډېرې لارې شته. په کار، کور او ښوونځي کې مهرباني ښې پایلې لري:

"که څه هم په طبابت کې ټیکنالوجي ورځ تر بلې پر ښه کېدو ده، خو ماشینونه هېڅ وخت د یوه مهربان روغتیاپال ځای نشي نیولای. د فیزیکي او رواني روغتیا ترمنځ اړیکه ډېره مهمه ده."

تاسو ته به د مهربانۍ ګټه څه وي.

سړی په خپل زړه کې تودوالی احساسوي او یا ښه احساس کوي؟ دا به رښتیا وي، خو اوس ساینسپوهان او اکاډمیک کسان په نویو موندنو کي مومي چې مهرباني تر دې ډېر څه کولای شي - مهرباني مو ژوند اوږدولای شي.