تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راولپنډۍ پولیس: هغه کس مو نیولی چې د ماشومانو بربنډ فلمونه یې پلورل
د پاکستان د راولپنډۍ ښار پولیس ادعا کوي چې هغه سړی یې نیولی چې پر ماشومانو یې د جنسي تېري پر مهال ویډیويي کلیپونه ثبتول او بیا یې د انټرنېټ له لارې دغه کلیپونه پلورل.
د دې ښار پولیسو یو افسر فیصل رانا وايي، نیول شوی سړی سهیل ایاز نومېږي چې د علي په نامه مشهور و.
له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلی رانا وايي، د پوښتنو پر مهال نیول شوي سړي منلې چې پر ۳۰ داسې ماشومانو یې جنسي تېری کړی دی، چې عمرونه یې له یوه کاله تر ۱۷ کلنۍ پورې وو.
د نوموړي پولیس افسر په خبره دغه کس د حسابدراۍ برخه کې د پېښور په ملکي سکرتریت څانګه کې ملکي مامور دی او له دې مخکې ۲۰۰۹ کال کې برتانیا کې پر یوه ۱۴ کلن ماشوم د جنسي تېري په تور څلور کاله زنداني و.
پولیس وايي، سهیل ایاز له تېرو څلور کلونو راهیسې بېلا بېل ماشومان خپل کور ته له بیولو وروسته نشه کول او بیا یې پرې جنسي تېری کاوه.
د نیول شوي سړي په تړاو ویل کېږي چې برتانیا کې له نیول کېدو مخکې یې د ماشومانو خیر ښېګڼې ادراې 'سېو د چلډرن ' په ځايي څانګه کې دنده درلوده.
د نوموړي په تړاو داسې ثبوتونه موندل شوي چې په رومانیا کې له ماشومانو سره د زور زیاتي کوونکو مجرمانو له یوې ډلې سره اړیکي لري.
ځايي پولیس وايي، برتانوي پولیسو وروسته دغه سړی ایټالیا حکومت ته سپارلی و، ځکه هلته هم په ورته قضیو کې ښکېل و او په همدې جرم له ایټالیا شړل شو و.
د روات سیمې پولیسو مرکز مشر کاشف محمود وايي، داسې احتمال هم شته چې نوموړی نور ملګري ولري او په پلټنو کې له پرمختګ وروسته به د هغو د نیولو لپاره اقدامات وشي.