کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله کې درې کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، SHAFAQNA
د عراق امنیتي او روغتیايي سرچینو ویلي تېره شپه په کربلا ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ د احتجاج کوونکو په حمله کې لږ ترلږه درې تنه احتجاج کوونکي وژل شوي دي.
د روېترز او فرانسې خبرې آژانسونو ویلي چې دا درې کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې هغه مهال ووژل شول چې احتجاج کوونکي یې نه پرېښودل چې د کونسلګرۍ ودانې ته ننوځي.
دغه راز له احتجاج کوونکو سره په شخړو کې د شپږو امنیتي کسانو په ګډون اوه کسان ټپیان شوي هم دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر کونسلګرۍ حمله غندلې او د دیپلوماتیکو ځایونو د امنیت پر خوندي کولو یې ټینګار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت له احتجاج کوونکو نه غوښتنه کړې چې دیپلوماتیک ځایونه دې له خطر سره نه مخامخوي ځکه چې دغه ډول کړنې کولای شي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو اغیز وکړي.
په ورته وخت کې په عراق کې د مظاهرو له ډېریدو سره کربلا ښار کې د ایران کونسل میر مسعود حسینیان له ایرانیانو غوښتي چې د امنیت ټینګېدو پورې دغو سیمو ته لاړ نه شي.
که څه هم معترضانو د ایران پر کونسلۍ د عراق بیرغ پورته کړی، خو ښاغلی حسینیان وايي، د کونسلګرۍ شاوخوا حالت عادي شوی دی.
مظاهرو کې د ایران ضد شعارونه هم ور کول کېږي او داسې رپوټونه هم دي چې ایران ملاتړو ملېشو تېره پنجشنبه په کربلا کې پر مظاهره چیانو برید کړی و.
خواله رسنیو کې انځورونه ښيي چې کربلا کې ځینې مظاهره چیان د ایران د کونسلۍ د دېوالونو سره اور په لاسونو ولاړ دي.
ځینې ایرانۍ رسنۍ وايي، معترضانو څو شېبې کونسلۍ کلابند کړې وه.
دا هم لیدل کېږي چې د عراق امنیتي ځواکونه د کونسلۍ شاوخوا ولاړ دي.
ایرانۍ رسنۍ وايي، د کربلا پولیس وايي، حالت یې کنټرول کړی دی.
د عراق وروستیو مظاهرو کې تر ۲۵۰ کسان ووژل او په زرګونو ټپیان شول.

د عکس سرچینه، EPA
د اکتوبر له لومړیو په لسګونو زره معترضان د ډېرو کاري دندو، مالي فساد ختمېدو او ښو ټولنیزو خدمتونو غوښتنه کوي.
که څه هم حکومت د سمون راوستلو ژمنه کړې، خو معترضان چې د لومړي وزیر ګوښه کېدل غواړي، لا هم راضي نه دي.
تېره اونۍ د عراق ولسمشر برهم صالح وویل، که د عراق پارلمان د لومړي وزیر پر ځاینستي سره جوړ شي، نو عادل عبدالمهدي به له واک ګوښه شي.
خو ویل کېږي چې ایران د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي له استعفا سره مخالف دی.


















