تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برتانیا تر ټولو لویه کورنۍ کې دوه ویشتم ماشوم زېږي
د برتانیا تر ټولو لویه کورنۍ وايي، ډېر ژر به یې دوه ویشتم ماشوم وشي. د دې کورنۍ مور ۴۴ کلنه سیو راډفورډ داسې ویډیو خپره کړې چې سونوګرافي یې کېږي.
هغه او خاوند یې وايي، نږدې شپږ میاشتې وروسته به یې بل زوی وشي.
دا کورنۍ اوس ۱۱ لوڼه او لس زامن لري.
د دوی لومړنی ماشوم کرېس نومېږي او ۳۰ کلن دی او هغه مهال وزېږېد چې مور یې ۱۴ کلنه وه.
د دې کورنۍ تر ټولو کشر اولاد لور ده او تېر کال زېږېدلې ده.
دې کورنۍ د یوه بچي د مړینې درد هم لیدلی دی، نږدې پنځه کاله مخکې یا پر ۲۰۱۴ کال یې د ۲۳ اونیو جنین له لاسه ور کړ، که هغه ماشوم زېږېدلی وی، نو الفي نوم یې ور باندې کېښوده.
د ۱۸۸۵ کال راهیسې د برتانیا او وېلز د اساسي قانون له مخې نجونه له ۱۶ کلنۍ وروسته جنسي اړیکه لرلی شي.
خو که له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانان پخپله خوښه جنسي اړیکه نیسي، له قانوني خنډ سره نه مخ کېږي.
دا مور پلار نه غواړي چې تر زېږون پورې د خپل بچي جنسيت وښيي، خو د کورنۍ مور وايي، ډاډمنه ده چې وروستی ماشوم به یې زوی وي، چې په دې ډول د لوڼو او زامنو شمېر سره برابر کړي.
راډفورډ کورنۍ د برتانیا شمال لوېدیځ ته د لنکشایر د لسو کوټو کور کې اوسېږي؛ دا کور یې لس کاله مخکې اخیستی دی.
د عاید سرچینه یې هم نانوايي، ده، خو د میاشتې ۲۲۰ ډالره مرسته هم ور سره کېږي.
دوه لوی بچیان یې ۳۰ کلن کرېس او ۲۵ کلن سوفي له کورنۍ بېل شوي او ګوښه ژوند لري.
سوفي هم درې بچیان لري.
دغه کور کې د ماشومانو چوبول(ساتل) هم اسان نه دي؛ د ماشومانو حمام د سهار له شپږو بجو پیلېږي او دا کار د عمر له مخې کېږي.
مشران بچیان ښايي د شپې تر ۹ بجو بسترې ته لاړ نه شي.