تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې ولسمشر اردغان د ټرمپ لیک خځلو ته وغورځاوه
بي بي سي ته وویل شوي، ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري وراستول شوی لیک د خځلو ټوکرۍ ته غورځولی.
په دغه لیک کې چې د اکتوبر پر نهمه د سوریې له شماله د امریکايي ځواکونو د ایستلو له اعلان سره هممهاله لیکل شوی، ښاغلي ټرمپ ښاغلي اردګان ته لیکلي:
''سرسختي و نه کړي، حماقت مه کوه! ''
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینو د بي بي سي ترکي څانګې ته ویلي، ښاغلي اردغان سملاسي دغه لیک رد کړ او په هماغه ورځ چې دغه لیک ترکیې ته ورسېد، ترکي ځواکونه له سوریې سره له ګډې پولې تېر شول او د کردي ځواکونو پر ضد یې یرغل پیل کړ.
په دغه لیک کې ولسمشر ټرمپ کاږي:
''ته هم نه غواړې د زرګونو کسانو وژنې مسئول وبلل شې او زه هم نه غواړم د ترکیې اقتصادي تباهۍ سبب شم - او زه دا کار کولی شم. نو راځئ پر یوه معقول جوړ جاړي ګډ کار وکړو.
که په انساني ډول او په مناسب انداز داسې وکړې، تاریخ به دې په ښه نامه یاد کړي او که ښه حالت رامنځته نه شو، تاریخ به د یوه شیطان په سترګه درته وګوري. ''
خو د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، ''کله چې ولسمشر اردغان ته دغه لیک ورسېد، سملاسي یې رد کړ او د خځلو ټوکرۍ ته یې وغورځاوه. ''
پر ولسمشر ټرمپ د سوریې له شماله د ځواکونو ایستلو له کبله سختې نیوکې کېږي او داسې فکر کېږي چې دې ګام ترکیې ته یو ډول شین څراغ څرګندولو معنا لرله چې د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي.
په دې تړاو ډېری نیوکې د ولسمشر ټرمپ خپل ګوندي ملګري کوي.
د سوریې د انساني حقونو څار مرکز او المیادین شبکه وايي، د سوریې پوځ د روسي ځواکونو په ملتیا د دغه هېواد شمال کې کوباني ښار ته ننوت.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس هم رپوټوي چې سوریايي ځواکونه کوباني ته ننوتل. له دې لږ مخکې رقه ښار ته هم د سوریايي ځواکونو د ننوتلو خبره وشوه.
د سوریې رقه ښار د اسلامي دولت یا داعش د واک او ځواک په اوج کې د دې ډلې یو مهم مرکز و. کوباني ښار هم د کورد او داعش وسلوالو ترمنځ د جګړې مهم ډګر پاتې شوی دی.
هغه مهال له کورد ځواکونو سره د امریکا ملاتړ و.
د سوریې له شمال د امریکايي ځواکونو په وتلو او پر دغه سیمه د ترکیې او د هغو ملاتړو سوریايي وسلوالو برید پسې د سوریې مرکزي حکومت ته ژمن ځواکونه دې سیمو ته ننوتل، چې له کلونو راهیسې د کوردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو ایتلاف په واک کې وې.