په ۴۵ کلنۍ ورو تګ "د ژر زړېدو نښه ده"

څېړنه

د عکس سرچینه، Duke University

د عکس تشریح، د قدم وهلو سرعت له حافظې، لید او ګڼو نورو شیانو سره تړاو لري
د خپرېدو وخت

نیو زیلنډ کې څېړونکي وايي، تر۴۰ کلنۍ د ډېر عمر لرونکو خلکو د تګ چټکتیا دا ښیي چې ماغزه او بدن یې په کوم سرعت زړېږي. د یوه ساده ازمېښت په مرسته چې د انسان د تګ سرعت معلوموي، څېړونکو د وګړو د زړښت بهیر معلوم کړ.

له پایلو جوته شوې چې د 'سوکه تلونکو' خلکو بدن ژړ په زړېدو و، مخ یې هم زوړ ښکارېده او ماغزه یې هم کوچني ول. دغه نړیوالې څېړنیزې ډلې ویلي، د دوی موندنه"عالي ناببره" ده.

ډاکتران ډېری مهال د تګ سرعت اندازه کوي چې په ټوله کې د یوه کس روغتیا معلومه کړي، په تېره بیا تر ۶۰ کلونو مشرانو کې.

د قدم وهلو سرعت ځکه مهم دی چې د عضلو د ځواک، د سږو د فعالیت، توازن، د تاوېدو قوت او د سترګو له لید سره تړلی دی.

په زاړه عمر ورو ورو ګرځېدل د حافظې زوال په ستونزې د اخته کېدو د خطر له علایمو سره هم تړلی دی.

د څېړنې ډول:

څېړنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا څېړنه په نیو زیلنډ کې شوې او ۱۰۰۰ کسانو پکې پرخه اخیستې ده

په نیو زیلنډ کې ترسره شوې دې څېړنه کې ۱۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. دوی په ۱۹۷۰ لسیزه کې زېږېدلي ول او وروسته بیا تر ۴۵ کلنۍ تعقیب شوي ول. د دوی د تګ سرعت لا وړاندې هم د ژوند په منځنیو کلونو کې ازمویل شوی و.

په څېړنه کې د ګډونوالو فزیکي ځواک او د مغزو فعالیت هم ازمویل شوی وو، او په ماشومتوب یې په هرو څو کلونو کې ادراکي ازموینې تېرې کړې وې.

څېړونکي وايي په ماشومتوب د تګ سرعت اندازه کول کېدای شي مرسته وکړي چې درملنې وازمویل شي او د زړېدو سرعت کم کړي.

اوس د کمو کالوریو خوراکونو په ګډون پر یو شمېر لارو چارو څېړنې کېږي چې د ستونزې حل وموندل شي.