د بې وزلو د لاسنیوي لپاره د مرستیال ولسمشر ګاډي لیلام شول

د خپرېدو وخت

د سویزرلنډ یا سویس په جنیوا ښار کې لیلام وشو، چې پکې د منځنۍ افریقا د استوايي ګېنه له حکومت اخیستل شوي نږدې پنځوس ګاډي لیلام شول.

د دې لیلام په هکله هیښوونکې خبره دا ده چې ترلاسېدونکې پیسې د بې وزله خلکو د ژوند ښه والي لپاره وېشل کېږي.

د جنیوا لیلام کې فراري، لیمبورګیني، رولز رایس او بیوګاټي موټر د استوايي ګینه د ولسمشر ټیوډورو اوبي انګ نوییما د زوی او مرستیال ټیوډورن دي.

سویس د ټیوډورن په تړاو د پیسو د فساد او د بیت المال د ناسم کارولو پلټنې کوي.

خو دا پلټنې هغه وخت ودرول شوې چې ټیوډورن وویل، د موټرو له لیلام ترلاسه شوې پیسې به د خیر ښېګڼې پروګرامونو کې ولګوي.

له دې مخکې پر ۲۰۱۷ کال یوې فرانسوۍ محکمې ټیوډورن په اداري فساد تورن کړی او د ۳ کاله بند سزا یې ورته اورولې وه.

د ګاډو له لیلام تراوسه دوه کروړه او اویا لکه یا ۲۷ میلیون ډالر ترلاسه شوي. چارواکي وايي، له دې پیسو به ۲۳ میلیون ډالر د پرمختیايي او خیر ښېګڼې چارو لپاره مصرف شي.

د ۲۰۱۴ ماډل لیبوګیني وینینو روډستر په ۸۳ لکه یا اته میلیون او درې لکه لیلام شو. دا موټر تاریخ کې تر ټولو ډېر لیلام واله ګاډو کې دی.

دا ګاډی ایټالوي کمپنۍ لیمبوګیني په ۵۰ کلیزه نندارې ته وړاندې شو او په ګړۍ ۳۵۴ کیلومتره مزل کوي.

د فراري دا ناویات لا فراري ۲۲ لکه یا دوه میلیونه او دوه لکه ډالر پلورل شوی دی.

دا ګادی ۲،۴ سیکنډو کې له ۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په ګړۍ چټکتیا ته پورته کېږي او په ګړۍ له ۳۵۰ کیلومترو ډېر مزل کولی شی.

دا تور رنګه کونګ زګ ون په څلور میلیونه شپږ لکه ډالر پلورل شوی دی. دې لیلام کې تر ټولو ناویات ګاډی دی، ځکه دې کمپنۍ دا ډول اووه ګاډي جوړ کړي وو.

د برتانوۍ کمپنۍ مکلیرن پی یو کوپي په ۱۱ لکه ډالر لیلام شو. دا ۹۰۳ اس ځواک انجن لري، چې ۳۵۰ کیلومتره په ګړۍ تګ کوي.