د عکسونو البوم: چین خپل پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کړ

د عکس سرچینه، EPA

د سمندر تل کې فعالیت کوونکي ډرون او نوي بین البراعظمي توغندي د چین پلازمېنه کې لومړی ځل د هغه لوی مارش برخه ول چې کمونیست ګوند واکمنۍ ۷۰ کلونو بشپړیدو په مناسبت تر سره شو.
د چین دفاع وزارت په وینا دې مراسمو کې ۱۵۰۰۰ پوځیانو له ۵۸۰ پوځي تجهیزاتو او ۱۶۰ الوتکو او چورلکو سره ګډون کړی و. په چین کې دغه ډول مارشونه دود دي، خو نوي مارش کې نوښتونه لیدل شوي دي. د جېنز دفاعي اونیزې خبریال جان ګریوات بي بي سي ته په دې اړه وویل:
''د شل کاله مخکې دغه ډول مارشونو کې ډېری تجهیزات داسې لیدل کېدل چې په روسیه یا اوکراین کې چمتو کېدل، خو دا ځله هر څه داسې و، چې خپله چین کې چمتو شوي دي. ''
نوموړی زیاتوي: ''د چین دغه ډول پوځي پرمختګ بې ساري دی. ''

د عکس سرچینه، AFP

ښاغلی ګرېوات زیاتوي ''د چین د پوځي ځواک ننداره تر څه حده امریکا ته هم د زور څرګندول دي. موږ باید یاد وساتو چې سبب یې پر هغو سیمو د چین د ملکیت ادعا ده، چې د جاپان او سویلي کوریا په څېر د امریکا متحدین یې هم د ملکیت ادعا کوي. ''
په دغه مارش کې ډي ایف - ۴۱ ډوله نوې بڼه هم ولیدل شوه. د دغه ګرځنده توغندي په اړه ویل کېږي چې د نړۍ په هر ګوټ کې خپل هدف په نښه کولای شي.

د عکس سرچینه، EPA

په نړیوالو ستراتېژیکو څېړنو مرکز کې د وسلو ماهر الیکس نیېل وايي، دغه ایم ای ار وې د یوه ځانګړي هدف پر لور داسې توغول کېدای شي، چې په یوه پراخه سیمه کې لس بېلا بېل هدفونه په نښه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images


د عکس سرچینه، AFP


د عکس سرچینه، EPA


د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images


د عکس سرچینه، Getty Images


د عکس سرچینه، AFP


د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Getty Images

د ټولو تصویرونو کاپي رایټ حقونه خوندي دي.


















