تښتېدلی بندي ۱۷ کاله وروسته بې پیلوټه الوتکې غار کې وموند

د عکس سرچینه، The Yongshan Police/ChinaNews
د چین پولیسو یو بندي، چې ۱۷ کاله مخکې له پولیسو تښتېدلی و، د بې پیلوټه الوتکې په مټ په یوه غار کې موندلی دی. دا ۶۳ کلن بندي سنوګ ژیانګ نومېږي چې په ۲۰۰۲ کال کې د ښځو او ماشومانو د قاچاق په جرم بندي شوی و، خو له زندانه تښتېدلی و.
هغه ۱۷ کاله په یوه ډېر کوچني غار کې له انسانانو سره تر راکړې ورکړې پرته اوسېده.
د یونګشان پولیسو ویلي، د تېرې سپتمبر په لومړۍ ددغه تښتېدلي بندي د پټېدو د ځای په اړه معلومات د دوی لاس ته ورغلي وو.

د عکس سرچینه، The Yongshan Police/ChinaNews
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دوی د دغه کس پټنځی وموندلی شو چې د چین په سوېل لوېدیځ یوننان ښار کې غره ته څېرمه و.
د هغه په اړه معمولو پلټنو نتیجه ورنه کړه، همدا وو چې ځايي چارواکو د پولیسو په مټ د هغه په موندلو کې له بې پیلوټه الوتکې کار واخیست.
په پای کې، بې پیلوټه الوتکو د یوې لویې ډبرې په څنګ کې د ابي رنګه فلزي ټوټې او له ژیانګ سره د نورو شیانو انځورونه خپاره کړل.

د عکس سرچینه، The Yongshan Police/ChinaNews
پولیس د ځمکې له لارې هلته ولاړل او سنګ ژیانګ یې په یوه کوچني غار کې وموندل.
د پولیسو په وینا، ښاغلی ژیانګ له دې کبله چې ډېره موده له خلکو ګوښه شو، چې له پولیسو او یا نورو کسانو سره له اړیکې نیولو بې برخې و.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، دغه کس د اوبو له بند نه د اوبو راوړلو لپاره له پلاستیکي بېټریو او د اور بلولو لپاره د ونو له لرګیو ګټه اخیستله.

د عکس سرچینه، The Yongshan Police/ChinaNews
اوسمهال ښاغلی ژیانګ بیا زندان ته اچول شوی.


















