د سعودي پاچا ساتونکی د خپل ملګري لخوا ووژل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان د پاچا سلمان یو ساتونکی له خپل یو ملګري سره د شخصي لانجې له کبله د همدې ملګري په ډزو وژل شوی دی. جنرال عبدالعزیر الفغم تېره شپه د یوه ملګري په کور کې له لانجې وروسته د ممدوح بن مشعل آل علي لخوا ووژل شو.
پولیسو یوه اعلامیه کې ویلي، قاتل تر لانجې وروسته له کوره ووت، خو وروسته له توپانچې سره بېرته راستون شو او پر جنرال الفغم یې ډزې وکړې.
اعلامیه کې رغلي، قاتل پولیسو ته له تسلیمېدو انکار وکړ او لږ وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.
پخپله د پاچا سلمان ساتونکي جنرال الفغم له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. په دغه نښته کې د ۵ امنیتي کسانو په ګډون ټولټال ۷ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جنرال الفغم په سعودي عربستان کې یوه پېژندل شوې څېره وه. نوموړی پاچا سلمان ته نږدې و او له څو کلونو راهیسې د هغه ساتونکی و.
جنرال الفغم له دې وړاندې د سعودي عربستان د پخواني پاچا عبدالله ساتونکی هم پاتې شوی و. پر خواله رسنیو ګڼو کسانو د جنرال الفغم وژنې ته غبرګون ښودلی او هغه یې یو اتل بللی.
د سعودي عربستان پاچا سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د ۷۹ کلونو په عمر د واک پر ګدۍ کېناست. ډېری شنونکي په دې باور دي چې په دې هېواد کې اصل واک د ده له زوی شهزاده محمد بن سلمان سره دی.
















