د سعودي ولیعهد: د خاشقجي د وژل کېدو مسئولیت ما ته راګرځي

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، د سعودي وژل شوي خبریال جمال خاشقچي د وژلو پړه ده ته ورګرځي.
د رویټرز راپور له مخې راتلونکې اوونۍ به په امریکا کې 'د سعودي عربستان ولیعهد' په نوم مستند فلم خپور شي، د سعودي ولیعهد وویل: 'دا د خاشقجي وژنه داسې مهال شوې چې زه د هېواده د چارو پر څارنه بوخت وم، نو پر دې اساس مسولیت یې ماته راګرځي.'
په ورته وخت کې نوموړي د خاشقجي وژنې او د پلان جوړولو په تړاو ځینې معلومات رد کړي دي.
د سعودي عربستان دا وژل شوی خبریال جمال خاشقچي یو وخت د دې هېواد له نږدې کسانو څخه و، خو امریکا ته یې تر تګ وروسته نوموړي په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د محمد بن سلمان په مشرۍ د دې هېواد په دولت نیوکه وکړه.
نوموړی تېر کال په دویم د اکتوبر په میاشت کې د ځینو اداري کارونو لپاره په ترکیه کې د عربستان کونسلګرۍ ته ولاړ او بیا له هغې وروسته ورک شو.
وروسته ترکي چارواکو وویل، داسې شواهد نشته چې وښیي خاشقجي دې دننه په کونسلګرۍ کې وژل شوی وي او مړی یې ټوټه ټوټه شوی وي.
ترکي چارواکو د نوموړي په وژنه د سعودي عربستان دولت پړ وباله او وروسته د امریکا استخباراتي ادارې د سعودي یو شمېرامنیتي چارواکي دده وژلو تورن کړل او بندیز یې پرې ولګاوه.
د سعودي عربستان دولت د دې پېښې په اړه هر ډول اړیکه او معلومات رد کړل، خو د نړیوالو فشارونو له امله یې وویل، څېړنو ښودلې چې یو شمېر چارواکو او امنیتي مامورینو په دې پېښه کې لاس لاره.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عربستان د لوی څارنوال په وینا ټاکل شوې وه چې جمال قاشقچي به بېرته هېواد ته ستون شوی وای، خو ګومارل شویو مامورانو هغه په استانبول کې وواژه.
د لویدیځو یو شمېر سرچینو او د سعودي عربستان د مخالفینو په وینا دا پېښه مستقیماً د سعودي د ولیعهد په پلان ترسره شوې، خو د عربستان چارواکي دا تورونه ردوي.
د پي بي اېس مستند فلم کې محمد بن سلمان د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې څنګه امکان لري جمال قاشچي دې پرته له خبرتیا ووژل شي؟ وویل، دا نو د تمې خلاف کار دی چې د هېواد لوړپوړی مشر دې وکولی شي د ټولو دولتي کارکوونکو کړنې نظارت او کنټرول کړي. "زموږ هېواد شل میلیونه خلک او درې میلیونه دولتي کارکوونکي لري."
د سعودي عربستان په سیاسي نظام کې پاچا د لومړي وزیر دنده هم لري، مګر د هېواد ورځنۍ چارې معمولاً د لومړي وزیر د لومړي مرستیال په توګه د ولیعهد له خوا اداره کیږي.
ویل کېږي چې محمد بن سلمان دفاع وزارت کې هم خلاص لاس لري او د عربستان د دولت اداره کوونکی دی.
د سعودي عربستان ولیعهد ددې پوښتنې په ځواب کې چې د قاشقجي قاتلان څنګه وتوانېدل په یوه ځانګړې دولتي الوتنه کې استانبول ته لاړ شي او هلته خاشقجي ووژني وویل:

د عکس سرچینه، Getty Images
"زه کارکوونکي او وزیران لرم چې دا ډول پېښې څېړي دا موضوع په هغوی پورې اړه لري او هغوی له دولتي الوتکې د ګټې اخېستو د جواز لازم واک لري، نو له الوتکې ګټه اخېستل زما پرېکړې ته اړتیا نه لري."
د سعودي عربستان د یوه راپور له مخې د خاشقجي د وژنې په تړاو ۱۱ دولتي مامورین نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي، خو تراوسه یوازې د ځینو محاکمو خبرونه خپاره شوي دي. دا محاکمې علني نه وې او د دوی د دوسیو د ارزولو په اړه هم ډېر جزییات نشته.
محمد بن سلمان چې کله د سعودي ولیعهد وټاکل شوی، نوموړي په دې هېواد ځینو ټولنیزو او کلتوري اصلاحات پیل کړل چې په هغه کې یې پر ښځو محدودیتونه کم او اقتصادي پلانونه یې جوړ کړل.
سعودي عربستان د جمال خاشقجي د وژنې په اړه ډېرو نیوکو سره مخ شو.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په یوه راپور کې د سعودي له ولیعهد او نورو لوړ پوړو سعودي چارواکو نه د دغې وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې. دا سپارښتنه د سعودي حکومت لخوا نه ده منل شوې.




















