مېګن مارکل افریقايي ښځو ته: "زه ستاسې خور یم"

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیا د ملکې لمسي شهزاده هېري مېرمن مېګن مارکل د سوېلي افریقا یوې محرومې سیمې د ښځو او ماشومانو یوه مرکز کې ښځو او نجونو ته د خپل ملاتړ اعلان کړی او وايي چې "زه لکه مور، مېرمن او خور له تاسې سره یم."
دا له خپل څلور میاشتني زوی ارشي سره د دغې جوړې لومړنی بهرنی سفر دی.
د نیانګا ښار په دې مرکز کې مېرمن مېګن مارکل د ښځو او ماشومانو پرضد د تاوتریخوالي کمولو د هڅو ستاینه وکړه. په دغه ښار کې جرمي پېښې بیخي ډېرې شوي دي.
په وروستیو کې جنوبي افریقا کې هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوي چې پرضد یې لاریونونه هم وشول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر کال په سوېلي افریقا کې د سړو په لاس ۲۷۰۰ ښځې او ۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي او هره ورځ لږترلږه د ۱۰۰ تښتونو پېښې ثبت شوې دي.
اغلې مېرکل ویلي: "د ښځو او ماشومانو خوندیتوب ته باید ډېر پام وشي، چې تر هر بل وخت ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي."
په نیانګا کې د "عدالت دفتر" یوه نا حکومتي اداره ده چې د ماشومانو ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه دفتر له اغېزمنو شویو ښځو او ماشومانو سره د مرستې کولو چارې مخته وړي او هغوی ته له ځانه د دفاع کولو چلونه ورښيي.
ولسمشر سیریل رامافوسا د ښځو او ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي پرضد د سم لاسي ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، PA Media
شهزاده هېري خلکو ته وویل: "هېڅ سړی باید ښځې ته زیان ونه رسوي."
وروسته دغه شاهي جوړه کیپ ټاون کې د "ډیسټرکټ سېکس" کلي موزیم ته ورغله. په دې کلي کې ګڼ ملیته وګړي اوسېږي.


















