'اروپايي مشران د طوطي په څېر د امریکا بې بنسټه ادعاوې تاییدوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران د برتانیې، فرانسې او جرمني هغه ګډه اعلامیه رد کړې چې د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو پړه یې پر ایران اچولې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړ چې د 'طوطي په څېر' د امریکا بې بنسټه ادعاوې تاییدوي.
د امریکا او سعودي عربستان د څېړنو د پایلو په تاییدولو سره دوی وايي، په دې تړاو د منلو کوم بل وړ سپیناوی نشته، خو په همدې حال کې دوی دا هم ویلي چې د ایران اټومي تړون ته ژمن دي.
ایران د سعودي د تېلو پر بنسټونو بریدونو کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.
پر ایران ډیپلوماټیک فشار ورو او په احتیاط زیاتیږي، د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې سره جرګه او په دې سره سلا شول چې د سعودي پر تېلي تاسیساتو د تېرې اونۍ د برید مسؤولیت ایران ته ور ترغاړې دی.
دغو درېیو مشرانو وویل چې د یاد برید لپاره په ښکاره کومه بله د منلو توضیح نشته خو ایران د دغه درېيو مشرانو دغه ګډه وینا رد کړې ده او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړی چې د امریکایانو بې معنا ادعاوې تکراروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن نن (سې شنبه) د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري او له نوموړي به وغواړي چې ایراني توکمه برتانوی نازنین زاغري راتکلیف چې اوس مهال په ایران کې بندۍ ده، پریږدي خو له جانسن څخه په ټینګه د لا نورو کړنو غوښتنه شوې.
د برتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جرمي هنټ پر نوموړي غږ کړی چې ملګروملتونو کې دې نوې ټلواله جوړه کړي چې دده په وینا له ایران وغواړي سیاسي یرغمل نیونې ته د پای ټکی کېږدي.
په همدې حال کې د نازنین راتکلیف مېړه ریچارډ راتکلیف نیویارک کې دی چې ایران کې د بندي وګړو د کورنیو له غړو د جوړې یوې کمپاین ډلې فعالیت پیل کړي، خو داسې ډېرې کمې نښې نښانې تر سترګو کېږي چې ایران د کومې سیاسي تېریدنې ته چمتو وي په تېره بیا داسې مهال کې چې اروپا او امریکا د سعودي پر تاسیساتود برید په تړاو چې ایران یې لا هم مسؤولیت ردوي د غبرګون ښوولو په اړه ډاډه نه برېښي.





















