د عمر زیاتېدو سره د وزن کمول ولې ستونزمنېږي؟

ساینس پوهان په دې فکر کې دي چې چاغښت د بدن له وازدو سره ه یو څه اړیکه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینس پوهان په دې فکر کې دي چې چاغښت د بدن له وازدو سره ه یو څه اړیکه لري.
    • Author, خبري خونه
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

عمر په ټولو زیاتېږي، په خپلو خوړو پام کوو، کوښښ کوو، خوځند واوسو، خو کله چې د عمر یوه ځانګړي ته رسېږو په خپل وزن ولکه نه شو ټینګولی، موږ خپه کېږو او وایو چې وزن مو زیات شوی دی.

اوس په ټوله کې نړۍ کې دا خبره مهمه شوې چې د وبا په څېر خپرېدونکی چاغښت روغتیا ته څومره ستونزه زیاتوي.

په دې وروستیو کې پر بېلابېلو خلکو کې د څو کیلوګرام وزن اخېستلو مسله څېړل شوې او ترلاسه شوي دلیلونه دې پوهېدلو کې را سره مرسته کوي چې وزل ولې زیاتېږي؟

د سویډن د څېړنیزې ادارې (کارولِنسکا انسټیټیوټ) ساینس پوهان په دې فکر کې دي چې چاغښت د بدن له وازدو سره ه یو څه اړیکه لري.

د وازدو ویلي کول څه شی دی؟

دا عمل د بدن هغه وړتیا ده چې د بدن وازده زېرمه کوي او د اړتیا په صورت کې له دې زیرمې کار اخېستل کېږي څو په بدن کې د غوړ فایبر انډول وساتي.

ساینسپوهانو په سلو سړو او مېرمنو د مالیکولي مرحلو او د وزن بدلونونو په اړه ۱۳ کلن معلومات راټول کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینسپوهانو په سلو سړو او مېرمنو د مالیکولي مرحلو او د وزن بدلونونو په اړه ۱۳ کلن معلومات راټول کړي

دا کړنلاره زموږ پر بدن اغېز لري- ساینسپوهان وايي، کله چې زموږ عمر لوړیږي هغسې زموږ وزن ورسره زیاتیږي او له دې سره زموږ د خوړو په اندازه کې هم بدلون راځي چې بدني ورزش هم کوو.

د کارولنسکا د انسټیټیوټ ساینسپوهانو په سلو سړو او مېرمنو د مالیکولي مرحلو او د وزن بدلونونو په اړه ۱۳ کلن معلومات راټول کړي دي.

د دې وخت د شمېرو په مطالعې سره دې ته له پام پرته چې چا وزن زیات کړی او یا یې کم کړ، د دوی ټولو بدن د غوړو یا وازدې په ویلې کولو کې کمی لیدل کېږي.

د انسټیټیوټ یو ساینسپوه کرسټي سپیلډن وايي، 'په دې ۱۳ کلونو کې له بدن سره د رژیم نه همغږي کول د دې لامل شوي چې د دوی وزن ۲۰ سلنه زیات شي."

ساینسپوهانو هغو ۴۱ مېرمنو کې د غوړو انډول وارځاوه چې د'بټیریټریک جراحي' کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینسپوهانو هغو ۴۱ مېرمنو کې د غوړو انډول اروزلی چې د'بټیریټریک جراحي' کوي

هغه وايي، 'د ژونکو (حجرو) چاغښت زموږ په روغتیا اغېز پرېباسي-دا چې زموږ عمر زیاتېږي او موږ هغسې خوراک کوو لکه چې په ځوانۍ کې مو کاوه او د دې غم نه کوو چې د پخوا په څېر وازدې نه شو ویلې کولی نو ستاسې ژونکه غټېږي او زموږ پر بدن یې منفي اغېز پرېوځي.'

د غوړ د ویلې کولو کچه ښه کړئ

ساینسپوهانو هغو ۴۱ مېرمنو کې د غوړو انډول وارځاوه چې د'بټیریټریک جراحي' کوي یانې د جراحي عملیاتو په واسطه د معدې اندازه کموي.

دوی دا خبره مطالعه کړې چې له جراحي عملیاتو وروسته له څلورو تر اوو کلونو څنګه د وازدې ویلې کولو اندازه د وزن کنټرولولو وړتیا اغېزمنوي. له دې پایلو ښکاري چې کومو کسانو کې د وازدې ویلي کلولو اندازه له عملیاتو مخکې کمه وه، نو بدن کې یې د وازدې ویلي کولو اندازه زیاتېږي او خپل وزن کم ساتي.

ساینسپوهانو څرګنده کړه هغو مېرمنو کې د غوړ ویلي کولو اندازه لا ښه شوې چې تر جراحي د مخه یې هم دا کچه ښه وه.

د ورزش د ګټو په اړه موږ لا پخوا ډېر پوهېږو خو اوس ساینسپوهان د یوې نوې لارې په کارولو سره ټینګار کوي چې په ترسره کولو یې وازده په چټکۍ ویلې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ورزش د ګټو په اړه موږ لا پخوا ډېر پوهېږو خو اوس ساینسپوهان د یوې نوې لارې په کارولو سره ټینګار کوي چې په ترسره کولو یې وازده په چټکۍ ویلې کېږي.

دا پایلې په ځانګړي توګه د هغو ناروغانو لپاره هڅونکې دي چې په پیل کې د وازدې ویلې کولو کچه یې کمه ده، په دې معنی چې دوی د غوړو ویلي کولو وړتیا زیاتولی شي.

د ورزش بدیله لار نشته

تردې پخوا ورزش د وازدې په اوبه کولو کې یوه ښه کړنلاره بلل کېده خو اوس په نوې څېړنه کې د وازدې د کمولو لپاره نورامکانات را برسیره شوي.

د ورزش د ګټو په اړه موږ لا پخوا ډېر پوهېږو خو اوس ساینسپوهان د یوې نوې لارې په کارولو سره ټینګار کوي چې په ترسره کولو یې وازده په چټکۍ ویلې کېږي.

د کارولنسکا د انسټیټیوټ د طب د برخې پروفیسر او د دې څېړنې مخکښ پیټر ارنر وايي، 'دا څېړنه لومړی ځل روښانوي چې زموږ د بدن په وازده کې فکتورونه د عمر زیاتېدلو سره له نورو شیانو پرته زموږ بدن کې د وزن زیاتولو پروسه په خپلواک ډول کنټرولوي."

هغه وايي چې 'د دې چاغښت د درملنې لپاره نوې لارې پرانېستل شوې دي'.

اټکل کېږي چې د نړۍ ۱۳ سلنه نفوس له چاغښت څخه اغېزمن دي چې د زړه او هاضمي سیستم د ستونزو یو مهم لامل دی.