تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر ځینو ښارونو کې د عبدالفتاح سیسي پرضد لاریونونه
په مصر کې د لاریون کوونکو د تیت او پرک کول لپاره اوښلن غاز کارول شوی. دا له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې کله چې له ولسمشر عبدالفتاح السیسي واک ته ورسېد، لومړی لاریون دی چې اوښلن غاز په کې کارېږي.
د مصر پلازمېنې تحریر میدان کې چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د پاڅون پر مهال ډېر مشهور شوی و- سلګونه لاریونیانو له واکه د السيسي د استعفا غوښتنه کوله.
دا لاریونونه د هېواد په نورو برخو کې هم ترسره شوي دي چې د ولسمشر السیسي په حکومت کې د فساد د تورونو پر ضد دي.
محمد علي چې د مصر یو سوداګر او لوبغاړی دی پر انټرنېټ بېلابېل ویډیوګانې خپرې کړي او خپل مشر تورنوي چې په لوکسو مېلمستونونو او هوټلونو کې په میلیونونه پیسې ضایع کوي په داسې حال کې چې میلیونونه مصریان په فقر کې ژوند کوي.
تېرو کلونو کې مصر د اقتصادي سوکالۍ پالیسي وڅارله، خو ولسمشر سیسي دغه تورونه "دروغ او توهینونکي" بللي دي.
په مصر کې څه تېږي؟
د جمعې په ماښام ناوخته د مصریانو ترمنځ پر ټویټر دا شعارونه ډېر لاس په لاس کېدل چې "سیسي دې ووځي" او "خلک غواړي چې رژیم نسکور کړي".
که څه هم د مصر د پلازمېنې قاهرې تحریر څلورلاري کې د لاریونیانو د خورولو عملیاتو دوام درولو، خو د رژیم ضد شاوخوا سلګونه لاریون کوونکو خپل لاریون ته دوام ورکړی .
د بي بي سي خبریال سالي نبیل ټویټ کړی چې ان څو ورځې دمخه هم دا ډول شېبې تکرار شوې وې چې "نه هیریدونکی" وي.
د الجزیرې ټلویزیون په وینا، د مصر دوهم لوی ښار اسکندریه او سویس کې هم د لاریونونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
ښاغلي علي چې په اسپانیا کې جلاوطنه دی، د سېپټمبر په دوهمه نېټه یې خپله لومړۍ ویډیو خپره کړې چې وايي، که ولسمشر سیسي د پنجشنبې تر ورځې استعفا ور نه کړي د مصر خلک به د جمعې په ورځ د لاریونونو په پار واټونو ته راووځي.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ښاغلی سیسي د مصر د لومړي دیموکراتیکه منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ مشر شو چې وروسته یې د لاریونونو مشري هم کوله.
محمد مرسي چې د هغه د واکمنۍ پر ضد لاریونونه وکړل، د نظامي واکمنۍ مشري وکړه.
په تېرو څو کلونو کې، ځینو حقوقي ډلو پر مشرتابه د مخالفانو د ځپلو تورونه ولګول چې په وینا یې لسګونه زره مخالفان یې د زندان تیارو ته ورټېل وهلي دي، خو حکومت دا ډول تورونه ردوي او وايي چې دا کړنې یې د "ترهګرۍ" ضد هڅو په چوکاټ کې کړې دي.
مصریانو په اپریل میاشت کې د اساسي قانون د بدلونونو د تصویب لپاره رایه ورکړه چې ښايي ۴۴ سلنه یې د ښاغلي سیسي د واک موده تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې وغځوي.
هغه د ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې ۹۷ سلنه رایې وګټلې چې له کوم جدي مخالفت سره مخ نه شو.