ورځپاڼې: د افغانستان په اړه د جوبایډن څرګندونې تېروتنه وه

جوبايډن راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډېموکراټانو د خپلمنځيو ټاکنو نوماند هم دى.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جوبايډن راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډېموکراټانو د خپلمنځيو ټاکنو نوماند هم دى.
د خپرېدو وخت

واشنګټن اېګزماينر ورځپاڼه وايي، د افغانستان په تړاو د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما د مرستيال جوبايډن څرګندونې چې ګواکې افغانستان درې جلا هېوادونو په څېر دى ښايي تېروتنه وي او موخه به يې عراق و.

جوبايډن راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډېموکراټانو د خپلمنځيو ټاکنو نوماند هم دى.

ورځپاڼې د سکاټ شاديان په نامه د يوه امريکايي پخواني چارواکي څرګندونې راخېستې. نوموړي ويلي:

"هغه د عراق په تړاو هم کټ مټ همداسې ويلي و. دى په عراق او افغانستان کې غلط شوى."

مطلب وايي، افغانستان ځان ته ځانګړي ٣٤ ولايتونه لري او د امريکا په مشرۍ پر افغانستان له شوي بريد راهيسې په تېرو ۱۸ کلونو کې هېڅکله د دغه هېواد د ويش خبره نه ده شوې.

ورځپاڼه وايي، عراق لپاره دغه راز يو وړانديز و چې کوردانو، شيعه ګانو او سونيانو لپاره په درېيو جلا سيمو وويشل شي چې او بايډن يې هم ملاتړى و خو دا وړانديز هېڅکله د ولسمشر بوش او د ولسمشراوباما د ادارو له لوري جدي ونه ګڼل شو.

انډېپينډېنټ

انډېپينډېنټ ورځپاڼه خپله سرليکنه يا سرمقاله دې ته ځانګړې کې چې امريکايي سياستوال سره سلا دي خپل ځواکونه له افغانستان وباسي، خو د دغه اقدام څنګه ترسره کېداى شي او د کومو خطرونو په منلو.

ورځپاڼه وايي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د سملاسي ايستنې منتقدين د لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون په دې باور دي چې دا اوږده جګړه بايد په ډېر احتياط سره پاى ته ورسول شي ترڅو ډاډه شو چې افغانستان بيا د ترهګرو په پټنځاى بدل نه شي او راتلونکي کې د بريدونو پلانولو لپاره ونه کارول شي.

ورځپاڼې د امريکا د لوى درستيزانو د ګډې جرګه ګۍ د مشر جنرال جوزېف ډنفورډ خبرداري ته اشاره کړې چې وايي، له افغانستانه دې ځواکونه و نه ايستل شي او د نوموړي په باور دغه هېواد د تاوتريخوالي له لوړې کچې سره مقابلې لپاره لا هم مرستې ته اړتيا لري.

جرګه ګۍ د جوزېف ډنفورډ خبرداري ته اشاره کړې چې وايي، له افغانستانه دې ځواکونه و نه ايستل شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرګه ګۍ د جوزېف ډنفورډ خبرداري ته اشاره کړې چې وايي، له افغانستانه دې ځواکونه و نه ايستل شي

ده ويلي و اړتيا ده امريکا افغانستان ته سوله او ثبات راولي چې ډاډ ترلاسه شي دا هېواد د ترهګرو پټنځى نه دى.

خو په واشنګټن کې د لېبرترين کتو انسټيټيوټ د بهرنۍ تګلارې مشرجان ګلېزر ورځپاڼې ته ويلي، له افغانستانه پر امريکا د احتمالي ترهګريز بريد خبره بې بنسټه ده.

فوربز مجله

فوربز مجلې يوې افغان توکمې امريکايۍ سره مرکه کړې چې په ماشومتوب کې په کډوالۍ له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تللې وه او اوس هلته په فلمونو او ټلويزيونې نندارو کې لوبېږي.

ازيتا غنيزاده وايي، کورنۍ يې ورته ټلوېزیون يا سينمايي فلمونو کې د رول لوبولو اجازه نه ورکوله خو وروسته بيا وتوانېده چې هاليووډ ته ورشي او خپل ارمان چې په فلمونو کې لوبېدل و پوره کړي.

نوموړې وايي، لومړى مهم رول يې د "الفاز" په نامه يوې ټلوېزيوني نندارې کې و. په وينا يې لومړنۍ افغانه وه چې د امريکا يوه ټلوېزيوني ننداره کې ولوبېده.

تراوسه ګڼو فلمونو کې لوبېدلې لکه "بېلد شاټ"، "کمپليتلي ان ناون".