ورځپاڼې: طالبان د ډیپلوماسۍ برخه کې کمزوري دي

د عکس سرچینه، Getty Images
ډيلي ټايمز ورځپاڼې په يوه خپره کړې شننه کې دې ته کتنه کړې چې ايا اوس هم افغانستان کې سوله شونې ته او که څنګه؟
ورځپاڼې د وېلسن څېړنيز مرکز د اسيا او سويلې اسيا د څانګې مرستيال مشر مايکل کوګلمن خبرې راخېستې چې وايي، د سولې خبرې په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې.
دى په دې باور دى چې ولسمشر ټرمپ يو زيرک مرکچي دى، وايي د خبرو د درلو پرېکړه ښايي د ولسمشر ټرمپ يو ډول چال وي چې طالبان ووېروي، هغوى اړ کړي چې د تاوتريخوالي کچه کمه او بېرته په پرتله ييز ډول کمزوري دريځ کې د خبرو اترو ميز ته کيني.
ليکوال د يوه لوړ پوړي افغان چارواکي څرګندونو ته اشاره کړې چې وايي، ژر يا په ځنډ به سولې خبرې بيا پيل شي خو دا دا ځل به ذهنيتونو کې توپير وي.
دغه افغان چارواکي چې نوم يې نه دى څرګند شوى ويلي، طالبانو ثابته کړه چې د نړيوالې ډيپلوماسۍ په ژبه نه پوهېږي.
دى وايي، طالبان په هماغه ژبه له امريکايانو سره خبرې کوي لکه د افغانانو پر وړاندې يې چې کاروي.
دى وايي، هغوى په جګړه کې تجربه لري، خو په سياسي او ډيپلوماتيکې ژبې يې حاکميت کمزورى دى، خو سره له دغو ټولو د وخت تېرېدل د ولسمشر ټرمپ په ګټه ځکه نه دى چې ټاکنې نژدې دي.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ د امريکا ولسمشرۍ ته نوماندۍ لپاره د ډيموکراټ ګوند د خپلمنځيو ټاکنو د نوماندانو وروستۍ مناظرې ته کتنه کړې چې افغانستان هم د سر له مسالو څخه و.
په دغه مناظره کې د پام وړ شمېر نوماندانو وويل، که ټاکنې وګټي نو له افغانستانه به امريکايي سرتېري وباسي.
د دوى په ډله کې د ولسمشر اوباما مرستيال جوبايډن هم و چې له عراقه د امريکايي ځواکونو د ايستنې پرېکړه د دوى ادارې وکړه. بايډن د دغې پرېکړې دفاع وکړه او د افغانستان په اړه يې وويل، هلته د سرتېرو د پاتې کېدو اړتيا نشته او دى به ټول کورته ورولي.
بل وتلي سناتور برني سندرس هم د امريکايي ځواکونو د ايستلو خبره وکړه او ويې ويل:
"فکر نه کوم مجبور اوسو په داسې حال کې هرکال ٧٥٠ ميليارډه ډالر پر پوځ ولګوو چې ان نه پوهېږو څوک مو غليم دى".

د عکس سرچینه، Getty Images
ګلف نيوز
گلف نيوز په يوه خپاره کړي مطلب کې وايي، خپلو بچيانو ته ښې زده کړې ورکړې خو خپلې غوښتنې يا خپل نا رښتیا شوي ارمانونه د هغوى د ژوندانه په موخه مه بدلوئ.
ورځپاڼه وايي، هغه زده کوونکي چې له لېسې فارغېږي ډېرمهال نه پوهېږي چې څه غواړي وکړي. د هغوى ميندې او پلرونه ورته د راتلونکې لپاره چمتو کړي پلانونه لري.
ليکوال وايي، که مو بچيان درباندې ګران دي نو دا پلانونه لېرې وغورځوئ. ورته مهرباني، زيار او همت ور وښېئ او پرېږدئ چې په خپله د خپل د راتلونکي جوړونکي وي.




















