جو بايډن: د افغانستان جګړه بايلونکې نه ده

- Author, سيد عبدالرحیم
- دنده, له نيويارک څخه
- د خپرېدو وخت
د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن د دوشنبې پر ورځ په يوه غونډه کې د افغانستان جګړه بايللې ونه بلله.
ده وويل چې داسې ژر دې جګړې ته د ماتي نوم ورکول به د تر اوبو د مخه د ګاولو د کښلو مانا ولري.
بايډن چې د انډيانا په ايالت کې يوې پوځي غونډي ته وينا کوله وويل چې د راتلون:ي ۲۰۱۱ کال جولای نېټه دې د لښکرو د وتون په مانا نه تعبيريږي.
دده په قول چې د دغه کار موخه وار په وار افغان ځواکونو ته د نور واک ورسپارل دی.
بايډن دا هم وويل چې د افغانستان جګړه په تېرو کلونو کې له پامه غورځېدلې وه:
''د غفلت تر ډېرو کلونو وروسته اوس امريکا د افغانستان په جګړه کې يوه څرګنده، په وسلو، پيسواو سړو پوره جګړه ييزه تګلار لري چې مازې پلی کېده غواړي.''
مخکې يې وويل چې په دغه جګړه کې ورځ په ورځ هغه برياوې او اهداف ترګوتو کيږي چې امريکا يې په دغه جګړه کې لري يانې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې د ډلې د پرمختګ مخه نيول، له زوره اچول او ماتول دي.
بايډن دا خبره ه چورلټه بې ځايه وبلله چې امريکايي لښکر په افغانستان کي مات شوي دي.

ده زياته کړه چې د جګړې قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس د جنګ د ګټلو لپاره په هرڅه سمبال دی او ټولې پوځي اړتياوې يې په مټي په دغه روانه مياشت کې بشپړې شوې نو داسې ژر ماته منل به د بايډن په وینا تر وخت د مخه وي.
افغان امنيتي ځواکونو ته واک په لاس ورکول به د بايډن په خبره له تګلارې سره برابر په راتلونکي کال کې پيل شي:
''لکه څنګه چې جنرال پيټرېیاس ويلي په رانوي ژمي (دسمبر) کې به د جګړې پرمختګ و ارزول شي او وروسته ترهغې به سملاسي پر خپل وخت او خپل ځای ولايت په ولايت افغان امنيتي ځواکونو ته د راتلونکي دوبي (جولای) په مياشت کې د واک ورکولو بهير پيل شي.''
بايډن د لښکرو د وتون خبره د کرزي د حکومت چارواکو ته د چمتووالي خبرداری وباله.
ده وويل که افغان چارواکي د خپل هېواد امنيت نه شي ساتلای، نو امريکايي ځواکونو خو يوازې د افغانانو هېواد ته د امن راوستلو په نيت بډې نه ده راوهلې.
ده وويل چې دا خبره يې عراقي چارواکو ته هم په ډانګ پيېلي کړې ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر تهران د عراق په کورنیو چارو کې په لاسوهنې هم تورن کړ.

نوموړي وويل ایران د عراق د پارلماني ټاکنو پرمهال شاوخوا سل میلیون ډالر د خپل نفوذ د زیاتولو او د خپلې خوښې د کاندید په ګټه لګولي دي. خو ایران دا تورونه رد کړي.
پردې سربېره د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس په ښکاره ويلي چې د نوي ميلادي کال جولای مياشت د ځواکونو د وتلو لپاره د کاڼي کرښه ده.
د افغانستان د جګړې عمومي قومندان جنرال پيټرېیاس پر سر ددغه پرلپسې ټولو خبرو ويلي چې ولسمشر ته به د جګړې د ډګر له حالت سره برابر د لښکرو د نه رايستلو وړانديزونه وکړي.
د ويلو وړ ده چې د افغانستان د جګړې ملاتړ په امريکا يانو کې ډېر زيات لږ شوی دی.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېمز جونز څو شپې د مخه د افغانستان په جګړه کې د نه ملاتړ ورځ په ورځ د نور وډېرېدو وېره وښوده.


















