څوارلس کلن هلک امریکا کې د خپلې کورنۍ پنځه غړي ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په الاباما ایالت کې یوه ۱۴ کلن هلک منلې چې د خپل پلار وسلې سره یې میره، درې خویندې او ورور وژلی دی.
پولیسو د کم عمر له امله د هغه نوم نه دی خپور کړی او وايي، لا هم د وژلو انګېزه نه ده روښانه شوې.
په وژل شویو کې درې کسانو سملاسي خپل ژوندی له لاسه ور کړی او دوه نور روغتونه کې مړه شوي دي.
پولیس وايي، دا ځلموټی له څارنوالانو سره پلټنو کې همکاري کوي.
امریکا کې په وسله وژل اوس د ورځې دود ګرځېدلی او د دې وژنو مالومات ټولوونکې اداره وايي، چې تېرو اتو میاشتو کې درې سوه کسان دغه هېواد کې وژل شوي دي.
تېره شپه هم د تګزاس لوېدیځ ته د میډلنډ او دوډیسه ښار ترمنځ یوه ۳۶ کلن سړي- چې تازه له کار اېستل شوی و- له هغه وروسته ډزې وکړې، چې دوو پولیسو یې د موټر مخه ونیوله.
نوموړي د دې پولیسو تر ټپي کولو وروسته پر لارونو او نورو موټرو ډزې وکړې.
مخکې له دې چې پولیس یې ووژني، نوموړي اوه کسان ووژل او د یوه ۱۷ میاشتني ماشوم په ګډون یې څو کسان ټپي کړل.
څلور اونۍ مخکې هم دوو کسانو په د تګزاس په ال پاسو او د اوهایو په ډیټون کې ۳۱ کسان ووژل.


















