تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن سه شنبه د سپتمبر پر درېیمه نېټه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ین سټولټنبرګ سره کتلي او د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي ضعیت یې ور سره خبرې کړې دي. ښاغلي سټولټنبرګ په کابل کې د تېرې شپې برید غندلی چې طالبانو یې مسئولیت منلی.
که څه هم تر دې دمه د دوی د کتنې ډېر جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو پخوا داسې رپوټونه وو چې مایک پومپیو به د ناټو له سرمنشي او نورو اروپايي چارواکو سره د هغې هوکړې په اړه غږېږي چې دوحه کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوې ده.
د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوي او ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون کابل کې له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې ویلي وو چې له طالبانو سره د دوی له خپلمنځي هوکړې وروسته اوس باید بین الافغاني خبرې پیل شي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي وو، وروسته له هغه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا هوکړه تائید کړي، په څو ورځو کې به طالبان د افغان حکومت او نورو افغانانو سره مخامخ خبرو ته کېني.
زلمي خلیلزاد ویلي، ګڼ اروپایي هېوادونه غواړي چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي. خو داسې تمه کېږي چې بین الافغاني مذاکرات به په بروکسل کې کېږي.
بروکسل ته د مایک پومپیو د سفر یوه موخه هم همدا ښودل شوې چې اروپایي مشران د دې احتمالي ناستې او د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي هوکړې پر جزئیاتو خبر کړي او راتلونکې بین الافغاني ناستې ته لارې چارې وسنجوي.
افغان حکومت تر دې دمه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپل پلاوی نه دی اعلان کړی.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هر کله چې د دې خبرو نېټه او ځای مالوم شول نو افغان حکومتي پلاوی به هم ورته اعلان شي.
طالبانو د حکومتي پلاوي پر نه اعلانېدو نیوکه کړې ده او تور یې لګولی چې دا ډول ګامونه د سولې په بهیر کې خنډ جوړولی شي.