د خالد شیخ محمد محاکمې لپاره نېټه اعلان شوه

کیوبا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې ونیول شو
د خپرېدو وخت

د امریکا د متحده ایالاتو د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو د پلان د "طراح" خالد شیخ محمد د محاکمې لپاره نېټه اعلان کړه.

خالد شیخ محمد به د ګوانتانامو په نظامي محکمه کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ په ۱۱مه نېټه له څلورو نورو کسانو سره یو ځای محاکمه شي.

په دغو کسان د ترهګرۍ او د نږدې درې زرو کسانو د وژلو په ګډون د جنګي جرایمو تورونه دي.

په نیویارک، واشنګټن او پنسلونیا کې له مرګوني بریدونو نږدې شل کاله وروسته دا لومړي کسان دي چې محاکمه کېږي، او که پړ وپیژندل شي، ټول به د مرګ له سزا سره مخ شي.

خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په پاکستان کې ونیول شو او وروسته په کیوبا کې د امریکا د ګوانتانامو زندان ته واستول شو او هلته پرې رسما ً د بریدونو تورونه ولګېدل, خو د هغه د محاکمې هڅې بیا بیا له خنډ سره مخ شوي دي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د یوې پوځي محکمې پر وړاندې نوموړي ویلي وو چې غواړي اعتراف وکړي او د شهادت هرکلی یې وکړ.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د اوباما ادارې چې د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه یې کړې وه، هڅه وکړه دا محاکمه په نیویارک کې ترسره کړي، خو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د کانګرس له مخالفت وروسته یې دا پریکړه بېرته واخېسته.

دغه پنځه کسان بلاخره د ۲۰۱۱ میلادي کال په جون میاشت کې په ورته تورونو تورن شول چې د جورج بوش ادارې پرې لګولي وو.

پنټاګون مخکې ویلي وو چې خالد شیخ محمد له الف څخه تر یا پورې د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو پر مسؤلیت اعتراف کړی و.

د امریکا متحده ایالاتو څارنوالان دا ادعا هم کوله چې دا کسان په نورو ترهګریزو فعالیتونو کې هم ښکېل وو.

کیوبا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خالد شیخ محمد تور لګولی چې هغه په کیوبا کې د بند پرمهال په پرله‌پسې ډول ربړول شوی دی.

په دغه فعالیتونو کې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د اندونیزیا په بالي کې پر نایټ کلب بمي برید، په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د نړۍ د سوداګرۍ پر مرکز برید، د امریکایي ژورنالېست ډانیل پېرل وژنه او په ۲۰۰۱ میلادي کې په بوټ کې د یوه ځای پر ځای شوي بم له لارې د یوې الوتکې د غورځولو ناکامه هڅه شامله ده.

راتلونکې میاشت د راروانې محکمې لپاره هلې ځلې پيلېږي.

د دې کسانو مدافع وکیلان اوس هڅه کوي چې محکمه کې هغه اعترافونه یاد نش چې تورنو کسانو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې 'اېف بي ای' ته کړي وو.

دوی استدلال کوي چې دا اعترافونه ګټه نه کوي ځکه چې د توقیف پر مهال په سختو حالاتو کې ترې اخېستل شوي وو.

خالد شیخ محمد تور لګولی چې هغه په کیوبا کې د بند پر مهال په پرلهپسې ډول ربړول شوی دی.

د سي آی اې اسناد تأییدوي چې هغه د ۱۸۳ ځلونو څخه ډېر یې په اوبو مې سر ډوب کړل شوی.

څلور نور سړي - ولید بن عطش، رمزي بن الشیب، عمار ال بلوڅي او مصطفی الواسوي - هم امریکايي پوځ ته له سپارل کېدو وړاندې د سي ای اې په بهرنیو زندانونو کې چې په "تورو ځایونو" پیژندل کېږي ، تر پوښتنو ګرویګنو لاندې وو.