پاکستان له خپلې ځمکې افغانستان ته د هند پر سوداګرۍ بندولو غور کوي

د خپرېدو وخت

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر فواد چودري یو ځل بیا د هند لپاره د خپل هېواد د هوايي حریم یا لارې بندولو خبره کوي.

نوموړی تېر ماښام یوه ټوېټ کې وايي، چې پر هند د پاکستان د هوايي حریم پر بندولو سربېره د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د سوداګرۍ پر پوره بندولو هم غور کوي:

"پر هند د خپل هوايي حریم د پوره بندلوو غور کوو او د کابینې غونډه کې د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د سوداګرۍ پر بشپړ بندولو د غور خبره وشوه".

د هغه په خبره، د دې پرېکړو لپاره پر قانوني لارو چارو غور کېږي.

د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمولو وروسته د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او د پاکستان د خواله رسنیو کارن دا غوښتنه کوي چې هند دې د دغه هېواد له هوايي حریم بند شي.

اوس چې د هند لومړی وزیر نرېندر مودي فرانسه کې د جي اوه غونډې د تګ لپاره د پاکستان هوايي لار کارولې، نو بیا دا غوښتنه را پورته شوې ده.

پاکستان له نږدې څلور نیم میاشتني بندیز وروسته تېره میاشت بیا خپلې هوايي لارې د سوداګریزو الوتنو لپاره پرانیستې.

په دغه مها ل د پاکستان هوايي حریم د یو څه وخت لپاره لږ او بیا پوره ډول پرانیستل شو.

تېره پرورۍ د هند واکي کشمیر په پلوامه کې پر هندي ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته نوي ډېلي د پاکستان بالاکوټ کې بمبار وکړ.

په ورپسې ورځ پاکستان هندۍ الوتکه وغورځوله چې ور پسې د دواړو اړیکي خراب شول او اسلام اباد د سوداګریزو او کورنیو الوتکو پرمخ هوايي حریم وتاړه.

څه مهال وروسته یې د خپلې خاورې نورې هوايي لارې پرانیستې، خو له هند سره پوله کې یې ختیځ هوايي حدود بند و.

بیا چې په جزوي ډول د سوداګریزو الوتنو لپاره هوايي حدود پرانیستل شول، پاکستان ته د تګ راتګ لپاره له ختیځې پولې د الوتکو د غړولو لپاره لوېدیځه پوله کې لار پرانیستل شوه.

خو د دې بندیز له امله تر ډېره له اروپا سوېل ختیځې اسیا ته هغه تلونکې نړیوالې الوتکې اغېزمنې شوې چې له هند تېرېدلې.

مګر ډېر تاوان هند ته ورسېد، ځکه د لارې زیاتېدو له امله د هوايي شرکتونو لګښت ډېر شو چې ور سره کرایې هم پورته شوې.

خو پر هندي کمپنیو سربېره د پاکستان حکومتي هوايي شرکت یا پي ای اې ته هم ډېر تاوان ورسېد.