تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سړي سر پنځه ورځې په ځینه کې بند و
دا څه یوه عادي پېښه نه وه: یو سړي چې په ختيځه فرانسه کې یې خپل تشناب سينګاراوه وښویید او سر یې د ځینو په پلګو کې بند شو چې ان تر پر پنځو ورځو ځوړند پاتې و.
د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې، کله چې روغتیاپال دې سړي ته چې ۶۰ کاله عمر یې درلود ور ورسېدل لا هم په هوښ کې و.
روغتیاپال د نوموړي سړي د خور له خوا خبر شوي وو، کله یې چې خور د جمعې په ورځ د خپل ورور لیدو ته ورغلې وه.
د هغه سر د پنځو ورځو لپاره د دوه پلګو ترمنځ بند پاتې و او خپل لاس یې ټیلیفون ته رسولی نه شو.
کله چې روغتیاپالو نوموړی د درملنې لپاره بیوه، د وینې جریان یې لږ شوی و، نو ځکه یې په روغتونو کې درملنه کېده.
دغه سړی د فرانسې ايپينال ته نږدې د مینالټورکورټ اوسېدونکې دی چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، خو نوموړي د بدن ډېرې اوبه ضایع کړې دي.