مودي: هند او پاکستان خپلمنځي ستونزې په خپله حل کولای شي

د خپرېدو وخت

د هند صدراعظم نرېندرا مودي ویلي، د هند او پاکستان ټول جنجالونه خپلمنځي دي او د حل لپاره یې درېیم هېواد ته اړتیا نه شته.

نوموړي د فرانسې په جي اووه غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د خبرو پر مهال ویلي، د پاکستان او هند ترمنځ ټول جنجالونه خپلمنځي دي او د حل په موخه یې هېڅ د نړۍ کوم بل هېواد ته زحمت نه ورکوو.

نوموړي زیاته کړې چې ''زه باوري یم کله چې په ۱۹۴۷میلادي کال کې چین او پاکستان سره یوځای و او په ګډه به یې جنجالونه سره حل کول اوس یې هم حلولی شي.''

د کشمیر تازه وضعیت

د بي بي سي د خبریال ریاض مسرور په وینا، د جمو او کشمیر دولتي بیرغ د سرېنگر د سکرتریت څخه لېرې شوی دی.

د چارواکو په وینا د جمو او کشمیر دولتي بیرغ چې د هندي بيرغ سره ګډ پورته شوی و، جنجالي سیمو کې له نورو دولتي ودانيو څخه هم لېرې کېږي.

د کشمیر دا سور بېرغ چې د غونډۍ، پټیو او درې د سپینو کرښو نښې په کې له ورایه ښکاري د دغه ایالت درې سیمې- جمو، کشمیر او لداخ څخه استازیتوب کوي.

دا په ۱۹۵۲ میلادي کال کې ددې ریاست د جرګې له خوا تصویب شو.

د بېرغ لېرې کولو پریکړه درې اوونۍ وروسته له هغې وشوه چې د هند واکمن ګوند 'بي. جي. پي' د کشمیر د ځانګړي دریځ ۳۷۰مه ماده لغوه کړه. کشمیر کې روانه میاشت کې مخابراتي سیسټم بند دی او ګرځبندیز هم لا روان دی.

د خبریالانو پر وړاندې ستونزې

د بندیزونو په دې لړۍ کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې شته خبریالان هم خپلې ستونزې ګالي.

د بي بي سي د ځانګړي راډیویي خپرونې لپاره د کشمیر په سرينگر ځایي خبریال ماجد جهانګیر د څو خبریالانو ستونزې پوښتلې.

د خبریالانو له دې ډلې د یوه تن اکاش حسن وايي ''موږ خبرونه هغه وخت راټولولی شو کله مو چې هلته خپل فزیکي حضور وموند خو د مخابراتي سیسټم ځنډ زموږ تګ هلته ناممکن کړي.''

هغه زیاته کړه کله چې نوموړی یوې سیمې ته ولاړ نشي او هلته له سیمه ییزو خلکو سره ونه غږیږي نو تر هغه وخته پورې ددې سیمې پر وضعیت پوهېدل ستونزمن شي.

هغه وویل چې ''زما پلار ما سره له پنځو ورځو وروسته ولیدل کله چې نوموړی جنوبي کشمیر سرینګر ته راغی زه حیران او خوښ شوم. زما په دې څلور کلنه دنده کې دا لومړی ځل و چې زه د خپلې کورنۍ د وضعیت په اړه نه پوهېدم نو ددې لپاره زما پلار زما د لیدو لپاره سرینګر ته راغی چې ډېر خپه و.''

په ورته وخت کې ثنا مطوبي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې عکاسه ده، وویل، که چېرته کومه سیمه کې پېښه کیږي نو دوه مسایل مو تر مخې راځي- ''یو د پېښې ریښتینولي چې جزئیات یې معلوم نه وي او بل دا چې پر لارې د شته خنډونو له امله هلته رسېدل.''

نوموړې وايي: ''له دې ټولو ستونزو له ګالولو سره-سره بیا هم چې کله راپور بشپړ شي کمزوری انټرنیټ او ټیلیفوني اړیکو د ځنډني کېدو له امله خپل کار نه شو سرته رسولی''.

په کشمیر کې د چاپي رسنیو خبریالان هم ورته ستونزې لري- په سرینګر کې د سیمه ییزې رسنۍ 'چټان' مدیر او خبریال طاهر محی الدین وویل چې "ددې بندیزونو له امله د اخبارونو ویش هم ستونزمن شوی ځکه چاپ یې ستونزمن شوي دي.

د علي ګیلاني د اجنډا پنځه ټکي

له بلې خوا، د پاکستان د سیمه ییزو رسنیو په وینا نیول شوی د حریت مشر سید علي ګیلاني کشمیریانو ته یو لیک لیږلی چې په کې یې د اوسني وضعیت په اړه یې ورته پنځه ماده ییزه اجنډا ورکړې.

د رسنیو د راپور له مخې هغه په خپل لیک کې ویلي چې ''کشمیر کې مخابراتي سیسټم ګډوډ او زرګونه ځوانان نیول شوي دي- زړور کشمیریان د هندي ظلمونو پر وړاندې دریږي، د هندي پوځ وژلو ته چمتو دي او دوی لاریون ته هم چمتو دي''.

د حریت مشر وویل چې "هند نه کشمیرغواړي او نه هم کشمیریان، بلکې د کشمیر ځمکه غواړي، کشمیري خلک په خپلو سیمو کې سوله ییز مظاهرې کوي."

د رسنیو د راپورونو له مخې د دوی د اجنډا په پنځو ټکو کې غوښتنه شوې چې:

  • د کشمیریانو له لوري دې سوله ییزې مظاهرې وشي.
  • د کشمير چارواکي او پولیس دې د هندي حکومت پر ضد لاریون وکړي.
  • په ګرده نړۍ کې دې کشميري د کشمیر د سفير په توګه وټاکل شو.
  • پاکستاني مشران دې د جمو او لداخ د اتباعو سره د مرستې او ساتنې لپاره راودانګي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان د خپل هېواد پارلمان ته ویلي و چې هند په کشمیر کې بې ګناه خلک وژني او که وضعیت همدا سې دوام وکړي نو د کشمیر پرسر د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کېدلی شي.

نوموړي وویل، د دې جګړې تاوان به ټولې نړۍ ته رسېږي او هېڅوک به یې مسئولیت نه مني.