'هند دومره کمزوری نه دی چې د امریکا خبره ومني'

د خپرېدو وخت

د دې خبرې اورېدل عجیبه ښکاري، خو د هند د ډيپلوماټیکو کړیو او شنونکو په بحث کې هرو مرو اورېدل کېږي.

تازه خبره هغه وخت وشوه چې کله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د رومانیاله ولسمشر سره خبرې غونډې ته وینا کوله.

نوموړی هلته د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا د کشمیر حالت جنجالي او ستونزمن وباله.

هغه د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز هم وکړ.

د امریکا د لسمشر دا خبرې د هند او پاکستان له لومړیو وزیرانو سره تر ټلېفوني خبرو ټیک یوه ګړۍ وروسته هم وشوې.

خبري غونډه کې هم هغه وویل: "کشمیر ستونزمنه مسله ده، هلته هندوان هم شته، مسلمان هم شته. خو زه دا نه وایم چې دوی سره جوړ دي".

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېر وخت راهیسې دا ستونزه شته.

"زه دې مسله کې د منځګړتوب هڅه کوم، له عمران خان او نرېندر مودي سره ښه اړیکي لرم. دواړه مې ښه ملګري دي. دواړه له خپلو هېوادونو سره مینه لري. د اونۍ اخر کې به د هند لومړي وزیر سره فرانسه کې هم ووینم".

خو په خبري غونډه کې د ښاغلي ټرمپ خبرو ته هند او پاکستان کې مختلف غبرګون ښودل کېږي.

هند کې د ستراتیژۍاړوند چارو شننکی منوج جوشي وایي، د امریکا ولسمشر پر ستراتیژۍ سم نه پوهېږي، ځکه د ده په خبره، ښاغلی ټرمپ سوداګر دی.

"له سیاست ډېر نه پوهېږي، څه یې چې زړه کې ګرځي هغه وايي، مخ او شاته سوچ نه کوي. له خبرو یې ښکاري چې جمو کشمیر کې د هندو او مسلمان ستونزه ده، خو دا خبره ټیک نه ده".

خو منوج جوشي زیاتوي: "که امریکا د منځګړتوب هڅه وکړي، بیا هم هند دومره کمزوری نه دی چې خبره یې ومني، خو که نوی ډېلی داسې کوي، نو بیه به یې په لار پرې کوي".

"هند له ټرمپ سره هم ملګرتیا کوي او هم یې خبره نه مني، پکار ده له دې دوو مسلو سره هند د پخې ستراتیژۍ له مخې چلن وکړي".

هلته د پولې پورې غاړه هم د ټرمپ خبرو ته سیاسۍ کړۍ غبرګون ښيي.

هند کې د پاکستان پخوانی سفیر اشرف جهانګیر قاضي بي بي سي ته وایي: د هند او پاکستان ترمنځ موجوده حالت داسې ښيي چې هر وخت اټومي جګړه پیلېدی شي.

"امریکا ولې له جمو کشمیر سره لېوالتیا لري؟ له هند او پاکستان سره د اټومي وسلو کمی نشته. جګړه کې یواځې دوی ته تاوان نه رسېږي، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنوي، ځکه ښايي ټرمپ تشویش لري".

د هغه په خبره، امریکا کې له ټاکنو مخکې ټرمپ له افغانستان وتل غواړي او په دې پوهېږي چې دې برخه کې د پاکستان همکاري پکار ده.

که د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیاتېږی، نو د پاکستان پوځ له امریکا سره په وتلو کې مرسته نشي کولی.

په دغسې حالت کې سترګې فرانسه کې د جي سېون هېوادونو غونډې ته دي، چې پکې ولسمشر ټرمپ له لومړي وزیر مودي سره ویني.