ورځپاڼې: د ټرمپ سلاکاران غواړي تر پایه پوځیان افغانستان کې پرېږدي

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

واشنګټن اېګزماينر ورځپاڼه وايي، داسې برېښي چې واشنګټن کې بهرنۍ تګلارې جوړونکو د افغانستان په تړاو ولسمشر ټرمپ په ګونډو کړى، هغه ولسمشرۍ لپاره د خپلو هلو ځلو له پيله د افغانستان د جګړې ختمولو غږ کاوۀ او ويل به يې چې موږ له لسيزو راهيسې نړۍ کې د پوليسو دنده ترسره کوو او په افغانستان او نورو سيمو کې مو له دې امله لګښت خورا ډېر دى او دا بايد زموږ لومړيتوب نه وي.

خو ښاغلي ټرمپ تېره يکشنبه د ورځپاڼې په وينا خبريالانو سره په خبرو کې له خپل دريځه په شاه شو او ويې ويل، موږ افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ١٣٠٠٠ ته ټيټ کړى او لږ نور به يې هم ټيټ کړو او بيا به پرېکړه وکړو چې نور هم په سيمه کې پاتې کېږو او که نه.

ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې دا سيمه پر امريکا د بريد ځالې په څېر ده، نو هلته د امريکايي پوځيانو د حضور ساتلو لپاره دلايل شته او دا دليلونه ماته د منلو دي.

ورځپاڼه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې په اړه وايي، موږ د پوليسو په څېر يو او دا څرګنده ده.

ليکوال وايي، ښاغلي ټرمپ چې د واشنګټن له لوري د نړۍ د پوليسو خپله کړې دنده يې ردوله اوس يې ومنله.

ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ له ځانه داسې تُندلاري سلاکاران را تاو کړي چې غواړي هغه ناپايه مودې لپاره په افغانستان کې وساتي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا اوڅار جمهوريپال سناتور لېنډسي ګراهم هغه څرګندونې مهمې بللي چې وايي، په سنا کې به د قانون داسې يوه لايحه وړاندې کړي چې له مخې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيران اړوي رسما د دې پخلى يا تصديق وکړي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ايستل به د امريکا خاوره د ترهګريز بريد له خطر سره نه مخامخوي.

د لېنډسي ګراهم دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ويل کېږي طالبان او امريکا د سولې يوۀ تړون ته ډېر سره نژدې شوي دي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ له ځانه داسې تُندلاري سلاکاران را تاو کړي چې غواړي هغه ناپايه مودې لپاره په افغانستان کې وساتي.

ښاغلي ګراهم په يوه مرکه کې دا څرګندونې کړي او ويلي یې دي چې دا کار به تر راتلونکې مياشت وکړي.

ښاغلي ګراهم ويلي، سنا کې د اکثريت مشر مېچ مکانېل ويلي چې د دغه وړانديز ملاتړ کوي.

ورځپاڼه وايي، دا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د ښاغلي ګراهم د اندېښنې تازه نښې نښانې دي چې امريکا کې ډېر شمېر لوړ پوړي پوځي او د ملي امنيت چارواکي په پټه خوله ورته اندېښنې لري.

کرېسشن ساينس مونيټور

کرېسشن ساينس مونيټور مجلې نړيوالو بازارونو ته د يوۀ لرغوني افغان صنعت د بېرته ستنېدو په تړاو مطلب ليکلي او وايي، د ۴۰ کلونو جګړې پر مهال د افغانستان د غاليو شاوخوا ٩٠ سلنه له پاکستانه لېږدول کېده چې له هغه ځايه نړيوالو بازارونو ته صادر شي.

مطلب وايي، دا غالۍ هلته مينځل کېدې او تر ډېره ورباندې ليکل کېدې چې پاکستان کې اوبدل شوي او بيا بهر ته صادرېدې.

ورځپاڼه زياتوي اوس د کوه فيروزه په نامه يوۀ بنسټ د امريکا له نړيوالې پراختيا ادارې سره د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت يو تړون کړى او موخه يې د افغان غاليو او بهرنيو پېرودونکو ترمنځ د رابطې جوړېدل دي.

ورځپاڼه وايي، له دې سره د افغان کارګرو د عوايد کچه لوړېداى او په همدې حال کې د توکو ښه کيفيت او ښه کاري شرايطو ته لار هوارېداى شي.