سوري وسلوالو مخالفانو دولتي جنګي الوتکه غورځولې

د عکس سرچینه، AFP
د سوریې یوې رسمي سرچینې ویلي، په ادلب ولایت کې، چې د حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې دی، مخالفو وسله والو د حکومت یوه جنګي الوتکه ویشتلې او غورځولې ده.
د سوریې د پوځ سرچینو هم منلې ده چې یوه جنګي الوتکه یې د چارشنبې په ورځ د ادلب خان شیخون سیمې ته څېرمه راغورځول شوې.
د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) د دغه هېواد د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، دا جنګي الوتکه د الوتکو ضد توغندي ویشتل شوې او الوتکې تمانعه سیمه کې د نصرت جبهې د هدفونو ویشتلو لپاره استول شوې وه.
سرچینه وايي، د پیلوټ برخلیک لاهم مالوم نه دی، خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې برتانیا کې دی، وايي دا الوتکه روسیه کې جوړه شوې او پیلوټ نیول شوی چې اوسمهال د شام د ازادۍ له ډلې سره دی.

د عکس سرچینه، AFP
دا ډله ادلب ولایت کې واکمنه ده.
مخکې رپوټونه وو چې د روسیې په ملاتړ سوري حکومتي ځواکونه د ادلب جنوب خان شیخون ښار ته خوځېدلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
په وروستیو میاشتو کې د روسیې په ملاتړ سوري ځواکونو پر سیمه بریدونه ډېر کړي، چې سلګونه ولسي وګړي پکې وژل شوي او زرګونه نور تښتېدلي دي.
ادلب ولایت او د شمالي حماه او د حلب لوېدیځه برخه د سوریې له اته کلنې جګړې وروسته د مخالفو وسله والو په لاس کې پاتې دي. سوري وسله مخالفانو دولتي جنګي الوتکه غورځولې




















