برازیل کې وسله والو غلو له هوايي ډګره ۷۵۰ کیلو ګرامه سره زره غلا کړي
برازیل کې غلو ۷۵۰ کیلو ګرامه سره زر غلا کړي چې ویل کېږي ارزښت یې نژدې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
غله د ساوپالو ښار ګوارولهوس هوايي ډګر ته د پولیسو جامه کې ننوتل او هغه سره زر یې لوټ کړل چې نیویارک او زیوریخ ته د استول کېدو لپاره هلته ساتل شوي وو.
پولیس وايي، د هوايي ډګر دوه کارکوونکي د پېښې پر مهال د غلو لخوا یرغمل شوي وو.
ځینې رپوټونو کې ویل کېږي چې ښايي غلو د چارشنبې پر ورځ د یوه لوړپوړي چارواکي کورنۍ غړي د دې لپاره یرغمل کړي وو، چې دننه معلومات تر لاسه کړي.
غلو له فدرالي پولیسو او کارکوونکو سره له مخامختیا وروسته د خپل ګاډي بڼه بدله کړه. د امنیتي ځواکونو له لوري خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې څلور کسان له ګاډي وځي چې یوه سره یې وسله هم لیدل کېږي.
د هوايي ډګر یوه ویاند له پېښې وروسته وویل، پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی، خو د یرغمل کېدو پېښې په تړاو یې څه نه دي ویلي.



















