د ۲ میلیون یورو په ارزښت فیراري ګاډي د ازموینې پرمهال غلا شوی

د عکس سرچینه، Polizei Dusseldorf
په جرمني کې د فیراري ګرانبیه ګاډو یوه لېوال راغونډوونکي سړي د فیراري ګاډي له ازمیښتي چلونې په ګټې اخیستو د دوه میلیونه یورو '۲٫۲ میلیون ډالرو' په ارزښت ګاډی غلا کړی دی.
د المان دوسلډروف ښار پولیس وايي، مشکوک کس ظاهراً ځان داسې ښکاره کړی چې ګني په ۱۹۸۵ کال جوړ " ۲۸۸ جي ټي او" ډوله فیراري ګاډي پېري.
مشکوک سړي کرایه شوی ګاډي د ګاډو خرڅلاوځي د دلالۍ ځای ته بېولی، چې له ازموینې دوه ګړۍ وروسته د ګاډي د بدلولو وخت رارسېدلی.
خو کله چې خرڅوونکی له ګاډي راکوز شو، پېرونکی وتښتېد او په ډېر سرعت سره یې ځان تری تم کړ.
وروسته ګاډي د ګرفنبرویش ښار په یوه ګیراج کې وموندل شو.
پولیس وايي، د دغه "تاریخي موټر" بیه چې څه باندې ۴۳ زره کیلومتره واټن یې وهلی، دوه میلیون یورو وه.
د موټرخرڅولو د دلالۍ مرکز وېبپاڼه کې رغليو دا فیراري ګاډی یو وخت د فارموله ۱ موټر ځغلونې د ایرلنډي چلوونکي اډي ایروین ملکیت و.
اډي ایروین د ۱۹۹۶ او ۱۹۹۹ کلونو منځ کې د فارموله ۱ موټرځغلونې سیالۍ کې د ایټالیايي موټر جوړونې لپاره فیراري ګاډي چلاوه.
معمولاً په امریکا کې دې ته د ورته ګاډو بیه د ۱٫۵ او ۲ میلیون یورو یا څه باندې درې میلیون ډالرو ترمنځ ده او تر ډېره د ساتبیز په څېر د لیلام او یا خرڅلاوځیو کې خرڅېږي.
پولیس د مشکوک غله په لټه کې دي او له غلا مخکې یې د هغه اخیستل شوي انځورونه هم خپاره کړي دي.

د عکس سرچینه، Polizei Dusseldorf
تر اوسه د فیراري دغه (۲۸۸ جي ټي او) ماډل یوازې ۲۷۲ ګاډي جوړ شوي دي.
خو له نېکه مرغه ددغه سور رنګه ایټالیايي ګاډي مینه وال ډېر دي او هېڅ ځای پټېدای نه شي او خلک یې پېژني.
خو که ګاډی پیدا هم شي، غل به ازاد ګرځي.


















