ماشومانو غلا شوي موټر کې ۹۰۰ کیلومتره مزل کړی

د عکس سرچینه، Queensland Police
په آسټرالیا کې څلورو ماشومانو چې د کب نیونې وسایل او پیسې یې هم له ځانه سره اخیستې وې، یو بای فور موټر په غیر قانوني توګه۹۰۰ کیلومتره چلولی او د هېواد بل سر ته پکې تللي.
په دوی کې درې هلکان او یوه نجلۍ وه چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۴ ترمنځ دي او پر یکشنبه د آسټرالیا نیو سوت وېلز کې وموندل شول.
دوی د اوونۍ په پیل کې له کوینزلنډ خوځېدلي ول او په دوی کې یوه هلک خپلې کورنۍ ته نوټ پرې ایښی و چې ولاړ.
چارواکي وايي ماشومان ټول د یوې کورنۍ غړي نه دي او یوه د خپل مور او پلار موټر غلا کړی و.
د سفر څرنګوالی
د یکشنبې په ورځ وروسته له دې چې یې ۱۴۰ کیلومتره سفر کړی و، دغه ډله بنانا ښارګوټي کې د تېلو یوه ټانک ته درېدلي او پطرول یې غلا کړي.
د دغه ځای یوه کارکوونکي سډنيز ډېلي ټېلېګراف ته ویلي چې په امنیتي کمرو کې ښکاري چې موټر په عادي ډول چلول کېږي او تېلو ته درېږي. خو چې کله چلوونکی ښکته کېږي بیا ښکاري چې دومره ټیټ دی چې کړکۍ ته لا نه رسېږي.
همدغه ورځ پولیسو د ګلن ینز ښارګوټي کې موټر لیدلی و او په پسې شوي ول. خو د موټر چلوونکي د عمر په اړه تر اندېښمن کېدو وروسته یې تعقیبول ودرول.
د نیو سوت وېلز پولیس ډارېن ویلیمز وايي وروسته بیا ماشومانو د ګرافتن ښارګوټي کې موټر پر ځان قلف کړی و چې پولیس مجبور شول په زوره موټر خلاص کړي چې ماشومان ونیسي.
دی وايي کېدی شي پر لار هر یوه ماشوم په نوبت موټر چلولی وي. د هغو دوو ځایونو ترمنځ چې دوی سفر کړی په عادي ډول د لسو ساعتونو لار ده.
پولیسو ویلي وروسته له دې چې د دوی ټولو میندې او پلرونو حاضر شول له ماشومانو به پوښتنې وکړي.
په دغو سیمو کې یو کس باید ۱۷ او یا تر هغه هم لوړ وي چې د موټر چلولو اجازه ولري.


















