تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څارنوالان: رونالدو به د جنسي تېري په تور محاکمه نه شي
امريکايي څارنوالان وايي د فوټبال لوبغاړى کريستيانو رونالدو به په نيوادا ايالت کې د جنسي تېري په تور محاکمه نه شي.
۳۴ کلنې کېټرین مېورګا ادعا کړې چې رونالدو په ۲۰۰۹ کال کې پرې جنسي تېری کړی دی.
د فوټبال پورتگالي ستوري لس کاله مخکې د لاس ويگاس هوټل په يوه خونه کې پر دې ښځې د جنسي تېري ادعا په کلکه رد کړې ده.
تېر کال په دې اړه پلټنه پيل شوه، خو چارواکي وايي په دې برخه کې داسې شواهد وجود نه لري چې د جنسي تېرې ادعاوې اثبات کړي.
څارنوالانو ویلي چې نوموړې په ۲۰۰۹ کې د تېري پېښه ثبت کړې، خو له دې یې ډډه کړې چې په دې اړه نور معلومات ورکړي چې دا پېښه په دقیق ډول چېرته او د چا لخوا شوې.
د لاس ویګاس پولیسو په ۲۰۱۸ کې د تېري ادعا څېړلې خو ددوی په بیانیه کې ویل شوي: "په دې وخت کې د معلوماتو ارزونې په بنسټ د کریسټیانو رونالدو پروړاندې د جنسي تېري ادعا ثابتېدای نه شي. له همدې امله راتلونکې کې له تورونو سره به مخامخ نه شي."
د دې قضیې په اړه تېر کال لومړی ځل جرمنۍ "شپېګل" ورځپاڼې لومړی رپوټ خپور کړ.
په رپوټ کې ویل شوي و چې په ۲۰۱۰ کې کېټرین له رونالدو سره جوړجاړی کړی و چې د ۳۷۵ زره ډالرو په بدل کې چوپ پاتې شي او دا قضیه پټه وساتي.
د هغې مدافع وکیل ویلي، نوموړې د مي ټو (#MeToo) حرکت نه اغېزمنه شوې وه چې خپله قضیه بیا پرانیزي.
رونالدو په ۲۰۰۹ کال لاس ویګاس کې له کېټرین سره له ملاقات انکار نه دی کړی، خو وايي هغه څه چې ددوی ترمنځ شوي د دواړو پرې موافقه وه.