تاریخ کې د ټانکونو تر ټولو لویه جګړه چا ګټلې وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړیواله جګړه کې د ټانکونو تر ټولو لویه جګړه ګټل اوس هم د روسیانو لپاره یو ویاړ دی. روسي چارواکي له همدې کبله اوس هم هغو تاریخ لیکوالو ته غوسه څرګندوي چې د سره پوځ د جګړیزې وړتیا په تړاو پوښتنې راپورته کوي.
تر لسیزو پورې روسیانو د روسي تاریخ لیکونکو د هغې ادعا په دې تړاو هېڅ شک نه درلود چې وايي، د ۱۹۴۳ کال د جولای پر ۱۲ پروخوروفکا سیمه کې سره پوځ د نازیانو ټانکونه وران ویجاړ کړل، پر شا یې وتمبول او د جګړې ډګر بڼه یې بدله کړه.
د کورسک سیمې پراخه جګړه چې د ۱۹۴۳ کال د جولای له پنځمې د اګست تر ۲۳ پورې یې دوام وکړ، د نړیوالې جګړې لپاره هم د بدلون پیلامه وه.
شوروي ځواکونو په سټالینګراد کې ۱۹۴۲- ۴۳ کال ژمي کې د هټلر ځواکونو له یوې سختې ماتې وروسته په کورسک کې د دوی ځوابي برید یوه هڅه شنډه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دا ورستیو کې یوه برتانوي مورخ بین وهیټلې د امریکا میریلنډ ملي ارشیف کې ساتل شوي هغه تصویرونه له سره ارزولي چې جرمن الوتکو هغه مهال اخیستي چې سیمه لا هم د جرمنیانو لاس کې وه. دغه تصویرونه د جولای له ۱۴ تر ۱۶ نېټې اخیستل شوي دي.
نوموړی تاریخ پوه د تاریخي شواهدو او تصویرونو له ارزونۍ وروسته وايي، هغه مهال د جولای پر ۱۲ جرمنیانو یوازې پنځه ټانکونه له لاسه ورکړي وو، خو د روسیانو نژدې ۲۰۰ ټانکونه یې ویجاړ کړي وو.

د عکس سرچینه، Alamy
نوموړی لیکي، دغه راز لسګونه ټي - ۳۴ ډوله روسي ټانکونه هغه خندق ته لوېدلي وو، چې خپله روسیانو د جرمن ټانکونو مخنیوي لپاره کېندلی و، خو کله چې روسیان پر خپله تېروتنه پوه شول، ټانکونو یې یوه پله ته مخه کړه او جرمن ټانکونو د پله پر سر په خورا اسانۍ په نښه کړل.
د وهیټلې او یوه جرمن پوځي مورخ کارل هینز فرایزیر دغه څرګندونې د جرمني دایویلت نومې ورځپاڼې په یوه لیکنه کې اخیستل شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لیکوال سوین فیلیکس کیليرهوف وايي، دغه شواهد دومره قانع کوونکي دي، چې روسیې باید هلته خپله یادګار له منځه وړی وای، چې د جولای ۱۲ پېښې د ټانک چلوونکو په یاد یې ودان کړی دی.
بل لور ته په جرمني کې د روسیې سفیر سیرګي نیچایوف وايي، د کیلیرهوف خبرې 'د پوهېدو وړ نه دي.'
''د نه بدلېدونکو تاریخي واقعیتونو بیا لیکنه، د هغو کلونو د پېښو جعلي بلل نازیانو ته د ماتې ورکولو او له (خرمايي وبا) د اروپایانو د ژغورنې لپاره د شورویانو پر هڅو سترګې پټول بې اهمیته او سپکه چاره ده.''

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې هوايي دفاع موزیم مشر یوري نوتوف دغه جرمن لیکنه د (تاریخ ځورونکی جعل) بللې ده. د روسیې پارلمان کې هم د ورځپاڼې د دغې لیکنې په تړاو له غوسې ډکې څرګندونې شوې دي.
د روسیې ولسمشریزو ټاکنو کې د ولادیمر پوتین ټاکنیز کمپاین کې د دویمې نړیوالی جګړې پر مهال د روسیې اتلولي د شعارونو یوه برخه وه.
خو تاریخ پوهان په دي باور دي چې که څه هم د کورسک جګړې په نورو برخو کې روسي ځواکونو پرمختګ کاوه، خو پروخوروفکا کې یې درانه زیانونه ګاللي دي.
د پوځي چارو یوه بل مورخ الیکسي ایسایف بي بي سي روسي څانګې ته ویلي، د وهیټلې شمېرې سمې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی وايي د روسي ویجاړ شویو ټانکونو شمېر ۲۳۷ ته رسېدلی و او ۱۴ نور یې داسې وو، خو نوموړی دا هم وايي کېدای شي د تصویرونو له اخیستل کېدو مخکې جرمنیانو خپل ویجاړ شوي ټانکونه د جګړې له ډګره ایستلي وي.
د هیلتلې ارزونه ښيي چې د تصویرونو اخیستل کېدو پر ورځ د جګړې په ډګر د جرمنیانو ۲۷ ټانکونه داسې وو چې یا بشپړ ویجاړ شوي وو یا زیان ورته رسېدلي و.
د پروخوروفکا پېښې په تړاو ناندرۍ د یوې داسې جګړې په تړاو د روسیانو خورا حساسیت ښيي چې تر ۲۰ میلیونو ډېرو روسانو پکې ژوند بایلود.























